د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ډونالډ ټرمپ له لوړي وروسته په خپله وینا کې د افغانستان او نورې نړۍ یادونه ونه کړه


ټرمپ له لوړې وروسته وینا کوي
ټرمپ له لوړې وروسته وینا کوي

ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.

ډونالډ ټرمپ، پرون (یکشنبې) د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، د امریکا طلایي عصر له نن څخه پیل کېږي. له نن څخه به امریکا غوړېږي او د نړۍ له خوا به درناوی ترلاسه کوي. دوی به اجازه ورنه کړي چې ناوړه ګټه ورڅخه واخیستل شي.

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې سپینه ماڼۍ یې له جو بایډن څخه تسلیم کړه، د لوړې د مراسمو لپاره کانګرس ته لاړ. دا مراسم د واشنګټن د شدیدې یخنۍ له امله په بند ځای کې ترسره شول، چې پکې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د ایلن مسک په شان څو سترو میلیاردارنو هم برخه اخیستې وه.

د ښاغلي ټرمپ مرستیال، جي‌ډي ونس، هم لوړه وکړه.

هغه زیاته کړه: «زموږ لومړیتوب به دا وي چې یو ویاړلی، بریالی او کامیاب هېواد جوړ کړو.»

ده دا هم وویل:«د امریکا طلایي عصر له همدې شیبې پیلیږي. زموږ هیواد به د ودې او پرمختګ خوا ته مخه کړې، او یوځل بیا به یې د نړۍ د ټولو هیوادونو له خوا درونای کیږي.»

د امریکا نوي ولسمشر وویل چې د امریکا شاتګ پای ته رسیدلی دی.

ټرمپ په خپله وینا کې د امریکا په کورنیو مسایلو تمرکز وکړ او د افغانستان په شمول یې د نورې نړۍ ډېره یادونه ونه کړه.

دا په داسي حال کې ده چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یوه وینا کې ویلي و چې له افغانستان څخه به د امریکا تجهیزات بېرته واخلي.

ده د پاناما کانال یادونه هم کړې وه او پرون یې هم بیا یاد کړ چې دا کانال به ترلاسه کړي خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه، په واشنګټن کې مېشت د سیاسي چارو شنونکی هاشم وحدتیار وايي، له یوې خوا د ټرمپ وینا ډېره مفصله نه وه او له بلې خوا افغانستان نور د امریکا لپاره لومړیتوب نه دی.

«افغانستان نور د امریکا لپاره لومړیتوب نه لري، د ټرمپ د ولسمشرۍ (لومړۍ دوره) په مهال د دوحې موافقه لاسلیک شوه، دا ټرمپ و چې له افغانستانه یې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه. افغانستان د امریکا له توجه لیري شوی مګر دا چې د افغانستان له خاورې امریکا ته یا د امریکا سفارتونو ته خطر پېښ شي.»

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ طالبانو ته په خطاب کې هغوی نا امیده دښمنان وبلل او د جو بایډن اداره یې تورنه کړه چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې طالبانو ته سپارلي دي.

ده وویل، د بایډن حکومت میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکړل، هغوی د امریکا د تجهیزاتو لویه برخه د متحدوایالتونو دښمن ته ورکړه.

ټرمپ همداراز وویل چې امریکا هرکال میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي خو نور به یې ور نه کړي مګر دا چې د امریکا تجهیزات بېرته وروسپاري.

په همدې حال کې د امریکا د کانګرس د سناجرګې مخکښ غړي لینډزي ګراهم د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د داعش حضور هیڅوخت د اوس په شان د امریکا لپاره خطرناک نه و.

هغه سي‌بي‌اس تلویزیوني چاینل ته په خبرو کې وویل «هیڅکله په دې اړه چې زموږ پر خاوره به برید وشی، دومره اندېښمن نه وم لکه اوس چې یم.»

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې د ځینو اجراییه فرمانونو لاسلیک کولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د مخدره توکو کارټلونه به د تروریستي ډلو په فهرست کې ځای پر ځای کړي او د امریکا د جنوبي سرحد په اوږدو کې به ملي اضطراري حالت اعلان کړي.

د هغه په وینا، «میلیونونه او میلیونونه بهرني مجرمان» به له هېواد څخه وایستل شي.

XS
SM
MD
LG