د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د طالبانو حکومت د پنجشیر څو اوسیدونکي نېولي دي


په پنجشیر ولایت کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي نیولي دي.


د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، غلام دستګیر صدیقي، چې د پنجشیر ولایت اوسېدونکی او پخوا د سولې دعالي شورا د مخکیني مشر عبدالله عبدالله سلاکار و، درې ورځې وړاندې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د هغه د زوی سره یو ځای نیولی، او ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي.


د ځايي اوسېدونکو په وینا، صدیقي عادي ژوند درلود او د هغه د نیول کېدو لامل لا نه دی معلوم شوی.


له بلې خوا، د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ سرچینې تاییدوي چې د ښاغلي عبدالله پخوانی ساتونکی عبدالمجیب او د هغه ورور نجم الدین، چې د دې ولسوالۍ د تند خوی کلي اصلي اوسېدونکي دي، شپږ ورځې وړاندې د طالبانو لخوا په کابل ښار کې نیول شوي دي.


طالب چارواکو تر اوسه ددې نیونو په تړاو څه نه دي ویلي.


د "پنجشیریانو د بشري حقونو او عدالت غوښتنې د نړیوالې شورا" په نوم ډلې ویلي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت د اوسېدونکو د نیولو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.


د کمېټې مشر عین الدین بیک ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات او شواهد راټول کړي دي او دا به د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ او د بشري حقونو سازمانونو ته وړاندې کړي.


ښاغلي بینټ مخکې په خپل راپور کې په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرداری ورکړی و.


هغه د خپل سري توقیفونو، غیرقانوني وژنو، شکنجې او جبري بې ځایه کېدو په څېر قضیو راپور ورکړی وو او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې دې مسالو ته رسیدګي وکړي.

XS
SM
MD
LG