د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د ژمي په اوږدو شپو کې ولې ځیني کسان د بې خوبۍ احساس کوي؟


ډیرې کسان د کال په بېلابېلو موسمونو په ځانګړي ډول د مني او ژمي په موسمونو کې له ژورخفګان او زړه تنګۍ شکایت کوي. دوی له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د نورو وختونو په پرتله د مني په لومړیو او د ژمي په موسم کې د زړه تنګۍ احساس کوي او خوب ډیر ورځي .

د پروان ولایت اوسېدونکې ۳۰ کلنه زینب وايي د یخنۍ له پیل سره د ناخوښۍ احساس کوي.

د نوموړې په خبره د مني او ژمې په موسم کې ستړې ستومانه وي او د نورو وختونو په پرتله ناخوښه ښکاري.

زینب ازادي راډيو ته وویل، ډاکترانو دا موسمي ناروغي بللې ده. د هغې په خبره،"زه موسمي ناروغي لرم، دا تر ډېره په مني کې په ما راځي، داسې کیږم چې هیڅ ډول انګیزه نه لرم، د زړه تنګوالي احساس کوم، هیڅ هم راته په زړه پورې نه وي، او تر ټولو بده دا چې نه شم کولای کار وکړم او له همدې امله مې فعالیتونه وروسته پاتې کیږي. "

موسمي ناروغي لرم، دا تر ډېره په مني کې په ما راځي، داسې کیږم چې هیڅ ډول انګیزه نه لرم، د زړه تنګوالي احساس کوم، هیڅ هم راته په زړه پورې نه وي، او تر ټولو بده دا چې نه شم کولای کار وکړم
زینب

۲۷ کلنه یلدا چې د کابل اوسېدونکې ده هم وايي چې په مني او ژمي کې د ستړیا احساس کوي. هغې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د ژمي په پیل کې مې خوب زیاتیږي، او اصلا مې زړه نه غواړي چې سهار کې له خوبه پاڅیږم، د ستړیا احساس کوم، چې ډاکتر ته ځم، هغه راته وايي چې په بدن کې مې د ویټامینونو کمی دی باید لمر واخلم. "

ولې ځینې کسان دومره کسل کیږي؟

متخصص ډاکتران هم په ځانګړو موسمونو کې د لمر کموالی د دغه ډول ستونزو د رامنځته کېدو لامل بولي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر جعفر پویا په دې نظر دی چې د ویرې، ستړیا او بې خوبۍ په ګډون اندېښنه د موسمي ناروغۍ نښنې نښاني دي، چې د شپې زیاتیږي، په سهار کې اوج ته رسیږي او د ورځې په اوږدو کې کمیږي.

د ژمي په پیل کې مې خوب زیاتیږي، او اصلا مې زړه نه غواړي چې سهار کې له خوبه پاڅیږم، د ستړیا احساس کوم، چې ډاکتر ته ځم، هغه راته وايي چې په بدن کې مې د ویټامینونو کمی دی باید لمر واخلم
یلدا

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، "د خوښۍ په رامنځته کولو کې سروتونین هورمون زیات رول لري، او په ځینو موسمونو کې د لمر کموالی کولای شي چې په بدن کې د سروتونین کچه راټیټه کړياو دا په خلکو کې د خفګان او ستړیا د رامنځته کېدو لامل کیږي.

د ژمې په موسم کې چې عموما لمر په کې کم وي، له امله یې د انسان بدن ویټامین ډي کم تولیدوي، چې کولای شي په بدن کې د سروتونین په کچه اغیز وکړي او د ستړیا او خفګان لامل شي. "

خو سروتونین څه دي او په بدن کې څه نقش لري؟

ډاکتران وايي سروتونین یو عصبي هورمون دی چې کولای شي خفګان کم او د خوښۍ احساس رامنځته کړي.

په جرمني کې میشت د چاپیریال د برخې افغان کارپوه روح الله امیني وايي د موسمي خپګان سره د مبارزې لپاره غوره لاره د ښه ژوند تګ لاره ده.

"د لمر وړانګې یا ویټامین ډي ترلاسه کول، ټولنیز فعالیتونه کول، کافي خوب کول، په منظم ډول تمرین کول، صحي خواړه او میوې او سبزیجات خوړل، شخصي مهالویش درلودل، فلمونه لیدل، کتابونه لوستل، او د ملګرو سره ګرځیدل ټول خپلې ګټې لري. زه ډېر کوشش کوم چې ډېر وخت لمر ته کېنم، او د موسمي خفګان د مخنیوي لپاره دا هڅه کوم. "

د امریکا د ارواپوهانو د ټولنې په وینا موسمي عاطفي اختلال د خپګان یو ډول دی، چې د SAD یا د ژمي د خپګان په نوم هم پیژندل کیږي.

د متحده ایالاتو د طبي ملي کتابتون د لیکنې له مخې، ځینې خلک د موسمونو په بدلون سره په خپلو رواني حالتونو کې جدي بدلونونه تجربه کوي، دوی ممکن ډیر خوب وکړي، لږ انرژي ولري، او بد احساس وکړي دا نښې نښانې چې جدي کیدای شي، معمولا د موسم بدلون سره له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG