په افغانستان کې پر یوشمېر نور ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو سربیره مدني حرکتونه هم کمرنګه، سانسور او ان صفر ته نژدې شوي دي.
" له بده مرغه دا مونږه په زغرده ویلی شو چې د اوسنیو حاکمانو له خوا مدني فعالیت او د بیان ازادي په بشپړ ډول بند شوي دي."
له بده مرغه دا مونږه په زغرده ویلی شو چې د اوسنیو حاکمانو له خوا مدني فعالیت او د بیان ازادي په بشپړ ډول بند شوي دي.
سید احسان سادات په افغانستان کې د په ګوتو شمېر پاته مدني فعالانو له ډلې دی چې وايي، هیڅ ډول ډله ییز مدني فعالیت نه شي کولای.
هغه ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې دی او پاته نور فعالان د راټولیدلو او مدني حرکتونو قانوني اجازه نه لري او په خبره یې دا کار د هېواد په زیان دی.
" مونږه پخوا مدني فعالیتونه کول، اوس یې د ځان له ډاره نه شو کولای، حال دا چې مدني فعالیت او د بیان ازادي د هېواد، ټولنې او ملت په جوړولو او د تعلیم او تحصیل زمینې په برابرولو کې خاصه ونډه لري. په یوه هېواد کې چې مدني فعالیت او د بیان ازادي نه وي، هغه ټولنه او هېواد نه جوړیږي، پرمختګ نه شي کولای."
د مدني ټولنې پيژندنه
مدني ټولنه یا ( Civil Society) د ولسواکو ټولنو او هېوادونو یو اصل دی.
مدني ټولنه ګڼ شمېر تعریفونه لري، خو په ساده ټکو دا ټولنه د حکومت او خلکو ترمنځ یو منځګړی بنسټ دی چې له سوله ییزو لارو د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.
" د سرپرست حکومت عدلیې وزارت اعلان وکړ چې ټولې مدني ټولنې او احزاب نور رسمیت نه لري."
دا په کابل کې د سولې او ټولنیزو چارو فعال سنګر امیرزاده دی چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د ځوانانو حقونو ته کار کوي.
نوموړی وایي، په انفرادي ډول په رسنیو او لیکنو کې مدني فعالیت کوي، خو په وینا یې د ډله ییز یا سازماني فعالیت لپاره له قانوني او حقوقي تشې سره مخامخ دی.
ښاغلی امیرزاده وایي، د طالبانو په حکومت کې د مدني فعالیتونو لپاره هیڅ قانوني چوکاټ نه دی مشخص شوی، نو ځکه دوی هم ډله ییزو فعالیتونو ته زړه نه ښه کوي.
" زه چې اوس افغانستان کې حضور لرم، زما دادخواهي یا عدالت غوښتنه یوازې فردي ده، زه مطبوعاتو کې ګډون کوم او د خلکو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم په اړه غږ اوچتوم. زه د ځوانانو د حقونو او اساسي قانون په اړه مطبوعاتو کې خبرې او لیکنې کوم. په جمعي او سازماني شکل اجازه نشته، ځکه قانوني خلا رامنځته شوې او دا ( مدني بنسټونه) د عدلیې وزارت له حکم سره سم ټول ملغا دي."
فعالې میرمنې هم ناهیلې دي
د ځوانانو ترڅنګ یوشمېر فعالې میرمنې هم دا مهال افغانستان کې په انفرادي ډول مدني هڅې کوي.
مدني فعاله مستوره سیلاب وایي، په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع مشخص ادرسونه، لکه د بشري حقونو کمیسیون او د ښځو چارو وزارت درلودل، خو په خبره یې اوس یې هیڅ کورنی او ان نړیوال سازمان غږ نه اوري." مونږ خپل غږ اوچت کړی، خو نه له داخلي ادرسونو او نه هم له بهرنیو ادرسونو زمونږ غږ ته لبیک ویل شوی دی. هلته ( جمهوري نظام کې) زمونږ ادرسونه معلوم وو، چاسره به چې مخامخ کیدلو زمونږ خبرې يې اورېدلې، که یې سل په سله نه عملي کولې، پنځوس فیصده یې اوریدلې او عملي کولې."
له هېواده بهر مدني فعالیتونه او اغیزې یې
په کور دننه د مدني بنسټونو د همدې وضعیت له کبله د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په جلا وطنۍ کې یوشمېر ټولنې رامنځته شوي او وخت نا وخت د ځوانانو او ښځو د حقونو د دفاع په خاطر غونډې کوي او د طالبانو د حکومت یوشمېر محدودونکې تګلارې غندي.
سید حامد په ترکیه کې د افغان ځوانانو یوه ټولنه لري، نوموړی ادعا کوي چې ځوانانو ته د کار په خاطر طالبانو افغانستان ته پر تګ بندیز لګولی یا یې ممنوع الدخول کړی دی.
که څه هم په کور دننه یوشمېر افغان فعالان د بهر میشتو فعالانو کار ډېر ګټور نه بولي او وایي، هغوی اصلي واقعیتونه نه شي درک کولای، خو سید حامد وایي، ترکیه کې یې افغان ځوانانو ته کار لاسته راړنې لري.
هڅه مو وکړه چې د طالبانو د عدلیې وزارت له مسولانو سره خبرې وکړو چې له هغوی د مدني ټولنو د فعالیت په اړه وپوښتو.
د دوی د رسنیو د برخې کارکوونکو که څه هم ازادي راډیو سره خبرې ونه کړې، خو وې ویل چې د دغو ټولنو په اړه معلومات د عدلیې وزارت پر ویبپاڼه شته.
په عدلیې وزارت کې نژدې څلور نیم زره بنسټونه او ټولنې ثبت دي چې ټولو ته یې د پخواني جمهوري نظام پر مهال جوازونه ورکړل شوي دي.
په دغو بنسټونو کې له ډير کم شمېر سره یې مدني مختاړی لیکل شوی، خو معلومه نه ده چې څه ډول او چیرته فعالیت لري.
د طالبانو عدلیې وزارت بیا په درې نیمو کلونو کې ۲۳۸ خیریه بنسټونو او لسګونه صنفي اتحادیو ته د فعالیت جواز ورکړی دی.
دغه صنفي اتحادیې هم وایي چې د دولت او نړیوالو بنسټونو هیڅ ډول ملاتړ ورسره نشته.
په دوی کې یوه هم دافغانستان دخواریکښو او مزدوانو سراسری ټولنه ده چې په ۱۹۹۷ کال کې رامنځته شوې.
د افغانستان کارګران د ټولو ستونزو ښکار دي. ناخوالو ډيره ضربه همدې قشر ته ورکړې ده.لیاقت عادل
د دغې ټولنې مشر ډاکټر لیاقت عادل وايي، ټولنه یې دا مهال تر هر بل وخته زیات له اقتصادي ستونزو سره مخامخه ده." جدي توجه د کار نړیوال سازمان یا ( آی.ال.او) او ( آی.ټي.یو.سي) څخه غواړو. د افغانستان کارګران د ټولو ستونزو ښکار دي. ناخوالو ډيره ضربه همدې قشر ته ورکړې ده. مونږ چې تراوسه کوم کارونه کړي، په خپلو امکاناتو مو کړي دي، نه په تېرو وختونو کې او نه هم په اوسني وخت کې هغسې چې لازمه ده، مونږ ته توجه نه ده شوې."
د صنفي اتحادیو ترڅنګ د خبریالانو د ملاتړ یوشمېر ټولنې هم په افغانستان کې فعالیت لري چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته جوازونه ورکړي دي.
خو دغه ټولنې هم په خپلو فعالیتونو کې ازادې نه دي او وایي، د طالبانو مسولان یې په چارو کې لاسوهنه کوي.
مدني فعالان غوښتنه لري چې د طالبانو حکومت دې د تېر په څېر د دوی ډله ییزو او سازماني فعالیتونو ته اجازه ورکړي او دوی دې د عدالت غوښتنې چارو ته خلاص لاس پریږدي.
خو په دې اړه د طالبانو د عدلیې وزارت دریځ روښانه نه بریښي.