د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

امریکا ته د تګ په تمه افغانان: امریکا ته مو الوتنې کنسل شوي دي


په عکس کې یوه افغانه کورنۍ ښکاري چې د طالبانو د بیاواکمنۍ وروسته له افغانستان څخه د تخلیې په پروسه کې د امریکا ویرجینیا ایالت ته رسېدلې، عکس له ارشیف څخه
په عکس کې یوه افغانه کورنۍ ښکاري چې د طالبانو د بیاواکمنۍ وروسته له افغانستان څخه د تخلیې په پروسه کې د امریکا ویرجینیا ایالت ته رسېدلې، عکس له ارشیف څخه

ټاکل شوې چې امریکا ته د سلګونو افغان کډوالو الوتنې لغوه شي.  سپینې ماڼۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان خپور کړی چې له مخې یې د نوي ورځو لپاره دغه هېواد ته د کډوالو ورتلل منع کوي.

دا فرمان داسې مهال ورکړل شوی چې دغه هیواد ته د امریکا د سلګونو افغان همکارانو د الوتنو نېټې هم مشخصې شوې وې.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ امریکا ته د کډوالو د منلو پروګرام تر دریو میاشتو پورې وځنډاوه.

ترمپ په یو اجرايي فرمان کې چې پرون دوشنبه د (جنورۍ په ۲۰مه) سپینې ماڼۍ خپور کړی ویلي، "په امریکا کې د کډوالو د زیاتوالي او ګډوډیو له امله به تر ۹۰ ورځو دا بهیر وځنډوي چې د روانۍ جنورۍ له ۲۷ مې پیلېږي".

په امریکا کې د کډوالو د زیاتوالي او ګډوډیو له امله به تر ۹۰ ورځو دا بهیر وځنډوي چې د روانۍ جنورۍ له ۲۷ مې پیلېږي
د ټرمپ اجرايي فرمان

دې فرمان کې دا هم ویل شوي چې د دغو درې میاشتو په ترڅ کې به د متحده ایالاتو د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونه ددې هېواد د ملي امنیت د سلاکار له لارې د متحده ایالاتو د کډوالو د پروګرام (USRAP) څرنګوالي په اړه ولسمشر ته راپور ورکوي.

خو په فرمان کې استثنا هم راغلي چې له مخې یې هغه کډوال امریکا ته ننوتلی شي چې د دغه هېواد ملي ګټو سره سمون ولري.

دې اقدام هغه افغانان سخت اندېښمن کړي چې د افغانستان څخه د تخلیې په پروسه کې شامل دي او دا مهال په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تلو په تمه دي. په دوی کې ځینې داسې هم شته چې امریکا ته د کډوالۍ پروسه یې په تکملیدو ده او دې هېواد ته د ورتګ لپاره یې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د ځینو د الوتنو نېټې هم مشخصې شوي دي.

امریکا تګ ته په تمه افغانان

جمشید عزیزي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جګړو د مستند جوړولو په برخه کې کار کړی په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل،"زما الوتنه د فبرورۍ په ۴مه سکېجول شوې، پرون ما دوی ته ایمیل وکړ بېرته یې راته ځواب ولیکه چې تر بل امر پورې په تمه اووسئ، نو د شپې راهیسې زه او کورنۍ مې ډېر په تشویش یوو، له امریکا او ډونالد ټرمپ نه موغوښتنه ده چې موږ دې داسې په نیمه لاره کې نه پرېږدي موږ خو د دوی کارکوونکي وو، موږ په افغانستان کې د مرګ له خطرسره مخ یو."

زما الوتنه د فبرورۍ په ۴مه سکېجول شوې، پرون ما دوی ته ایمیل وکړ بېرته یې راته ځواب ولیکه چې تر بل امر پورې په تمه اووسئ، نو د شپې راهیسې زه او کورنۍ مې ډېر په تشویش یو
امریکا تګ ته په تمه افغان جمشید

همایون بیات بیا د را روانې فبرورۍ په ۹ امریکا ته الوتنه لري، ده هم ازادي راډیو ته وویل،

"درې کاله کېږي چې پاکستان ته راغلی وم په دې موده کې امریکا ته کارونه وشول، ټاکل شوې د فبرورۍ په ۹مه مې پرواز وي، اوس ډېر په تشویش یو، ځکه که امریکا ته ولاړ نه شو افغانستان ته هم نشو تللی ځکه هلته مو د طالبانو خلاف کار کړی، ژوند مو په خطر کې دی."

رویټرز خبري اژانس پرون د افغان ایواک په نوم بهرته د زیانګالو افغانانو د لېږد ټولنې د غړي شان ون دایور له قوله ویلي وو چې د دې فرمان له مخې به د ۱۶۶۰ تنو هغو افغانانو پروازونه لغوه شي، چې د دې ۹۰ ورځو په ترڅ کې یې د الوتنو نېټې مشخصې شوي.

د دې چارواکو په خبره دا حکم به پخواني افغان پوځیان، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو لیرې پاتې دي او د پرځېدلي جمهوري نظام کارکوونکي چې امریکا ته خپلو الوتنو ته سترګې په لاره دي اغېزمن کړي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د دغو افغانانو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه افغانان چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ کېسونه لري، امریکا ته د تلو په تمه دي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتي کمپاین پرمهال بیا بیا د کډوالۍ د جدي پالیسیو پر اړتیا ټینګار کاوه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخکیني ولسمشر جوبایډن ادارې تراوسه نژدې دوه لکه افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG