د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

طالبان د حضوري چمن د مالکیت او برخلیک په اړه پرېکړه کوي


د طالبانو حکومت د کابل د حضوري چمن د مالکیت د حق د ټاکلو او د دې ځای د مناسبې کاررونې لپاره د طرحې د عملي کېدو په موخه غونډه کړې ده.

حضوري چمن، چې له څو کلونو راهیسې وچ او شاړ دی، اوس د طالبانو حکومت غواړي چې د دې ځاى د مالکیت برخلیک په ډاګه کړي او د دې سیمې د سمې استفادې لپاره یو سیستماتیک پلان جوړ کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د ليندۍ په ١٣ د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې په همدې موخه د ښار او کور جوړونې وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، او د ملي المپیک کمیټې ترمنځ درې اړخیزه ناسته شوې ده.

په دې ناسته کې ټينګار شوى چې د حضوري چمن د سالمې استفادې لپاره یو مشخص پلان جوړ شي، او پکې د "تکړښت " دغه شان تاریخي، کلتوري، اقتصادي، عایداتي ارزښت، عبادت ځای او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

په ناسته کې پرېکړه شوې چې په راتلونکي غونډه کې د ملکیت او استفادې لپاره یوه منظمه او هر اړخیزه طرحه چمتو شي، اړوند اسناد راټول او د وروستۍ پرېکړې لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته واستول

یو شمېر ورزشکاران، په ځانګړي ډول د فوټبال لوبغاړي، وايي حضوري چمن له پخوا څخه د دوی د تمرینونو لپاره یوه ښه ځای و او باید یوازې د ورزشي فعالیتونو لپاره بېرته ورغول شي.

احمد یو له دغو ځوانانو څخه دی چې اوس مهال هره ورځ د فوټبال د تمرین لپاره حضوري چمن ته ځي. ده ازادي راډیو ته وویل:

"حضوري چمن هغه ځای دی چې موږ د هغې مينې له امله چې له سپورټ سره يې لرو هلته ځو او فوټبال کوو. خو زه نه پوهېږم که اسلامي امارت تصمیم لري چې دلته نور څه جوړ کړي نو باید دا کار ونه کړي. زما هیله دا ده چې حضوري چمن چې له پخوا راهیسې په کابل کې یو ورزشي میدان دی، باید بېرته د ځوانانو او ورزشکارانو لپاره شین او ورغول شي، لکه څنګه چې پخوا و."

عصمت قادري، چې د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې پخوانی غړی دی، هم ورته نظر لري:

"حضوري چمن یو له مهمو میدانونو څخه دی چې اوږده سابقه لري، او ان بهرنیان هم ورسره اشنایي لري. دا یو ډېر مشهور میدان دی، او باید بیا ورغول شي، ځکه چې ډېر خلک د سپورت لکه فوټبال، والیبال، پینګ پانګ او فوتسال لپاره ورته راځي. دا میدان باید یوازې د ورزشي فعالیتونو لپاره وکارول شي."

موږ هڅه وکړه چې د ملي المپیک کمېټې د ویاند، اتل مشواني، نظر هم واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.

خو هغه مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، پرېکړه شوې چې دا ځمکه دوی ته وسپارل شي، او دوی یې د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا ورغوي.

حضوري چمن د کابل تر ټولو لویه ورزشي سیمه بلل کېږي، چې شاوخوا ۱۰۰ جریبه مساحت لري. دا له لسیزو راهیسې دغه شان د نظامي رسم‌ګذشتونو، تفریحي پروګرامونو، هنري کنسرتونو، تمرینونو، او بېلابېلو ورزشي سیالیو لپاره کارېده.

حضوري چمن په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د “عزیزي بنسټ” او “MTN مخابراتي شرکت” په دوه میلیون ډالرو مرستې، د ملي المپیک کمېټې سره په هوکړه، بېرته ورغول شو او په ۱۳۹۰ کال کې استفادې ته چمتو شو.

خو د وخت په تېرېدو، ورته د نه پاملرنې له امله دا ورزشي میدان خراب شو، او آن د جمهوري نظام پر مهال د معتادانو د اوسېدو ځای وګرځېد.

که څه هم ورزشکاران او ځوانان غواړي چې حضوري چمن یو ځل بیا په اساسي ډول ورغول شي او د ورزشکارانو لپاره وکارول شي، خو دا چې د طالبانو حکومت مشرتابه به د دې میدان په اړه څه پرېکړه وکړي، وخت به یې روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG