د امریکا د نړیوالې سولې بنسټ یا Global Peace Foundation د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا له مشرانو سره کتلي دي.
دا کتنه پرون (شنبه د فبرورۍ په لومړۍ) د ترکیې په انقره ښار کې شوې ده.
عبدالرشید دوستم، محمد محقق، الماس زاهد، او بصیر انور د دې شورا هغه غړي دي چې په دې لیدنه کې یې برخه لرله.
دوی د سولې بهیر د بیا پیل، رښتینې سولې ته د رسېدو، او د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي.
د دې ناستې یو ګډونوال او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا یوه غړي محمد محقق د خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر حل کېدو ټینګار وکړو.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
«موږ د سولې لپاره خپله طرح وړاندې کړه او ورته مو وویل چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د بین الافغاني خبرو لپاره دا طرح لري، او موږ ته خبرې لومړیتوب لري، ځکه که دا قضیه د خبرو له لارې حل نه شي ممکنه ده چې عملي او میداني اقدامات پیل شي چې وضعیت به لاپسې خراب کړي.»
د ملي مقاومت عالي شورا پر خپله ویبپاڼه هم په یو بیان کې د امریکا د نړیوالې سولې د بنسټ د استازو له قوله ویلي چې د افغانستان د سولې مسله د ډونالډ ټرمپ د حکومت د اجنډا یوه برخه ده او د افغانانو درد او ستونزې درک کوي.
خو د امریکا د نړیوالې سولې بنسټ (Global Peace Foundation) د دې ناستې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو نوموړي تر دې وړاندې ویلي چې افغانان ازمویل شوې څېرې نه غواړي.
مجاهد دا هم ویلي چې د دوی حکومت ټولشموله دی، هغه ادعا چې د دوی د حکومت مخالفان او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.
په همدې حال کې یو شمېر سیاسي شنونکي وايي د افغانستان د ستونز حل د افغانانو په یووالي کې دی.
له دې ډلې اصف وردګ ازادي راډيو ته وویل:
«که موږ رښتیا هم افغانان یوو او علمیت لرو، د افغاني او اسلامي احساس له مخې باید یو موټی شو، یو متحد سنګر او واحده حلقه باید ولرو، هیڅوک هیڅ نه شي کولای، تر هغې چې موږ خپله یو بل ته تن کېنږدو، دا زموږ خپله ګناه ده د بل چا نه ده.»
د سیاسي برخې بل کارپوه صادق دانش ازادي راډیو ته وویل:
«دا یو نړیوال بنسټ دی چې په ټولو هیوادونو کې خپلې څېړنې کوي دا تازه لیدنه یې هم د افغانستان د سولې لپاره د څېړنې یوه برخه ده خو اړتیا ده چې دوی له ټولو اړخونو سره خبرې وکړي.»
د یادولو ده چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ۲۰۲۲ کال د مې په ۱۷ د افغانستان د یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي څېرو له لوري له افغانستانه بهر رامنځته شوه.
له دې وړاندې هم په ورته بحثونو په ځانګړي ډول د اتریش او ویانا په ناستو کې د طالبانو د حکومت سیاسي مخالفانو د افغانستان د مسلې حل بین الافغانې خبرې بللې وې خو ځینو نورو بیا د خبرو اترو ترڅنګ په پوځي انتخاب هم ټینګار کړی وو.
ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي له بیا پیلولو سره علاقه نه لري، او دوی د سیاسي اجماع په پیاوړتیا، د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ننګونو پر حل، په طالبانو باندې د ډیپلوماتیک فشارونو زیاتولو او په دې هیواد کې د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د میرمنو پر حقونو ټینګار کوي.