د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

یوټیوبران: د طالبانو د محدیتونو له کبله یې د تعقیبوونکو شمېر کم شوی دی


د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم په افغانستان کې د یوټیوبرانو او د یوټیوب چینلونو شمېر د پام وړ زیات شوی.

د کابل ښار اوسیدونکی مصطفی حبیبي چې د یوه یوټیوب چینل مسئول دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، درې کاله وړاندې یې دا چینل له خپلو ملګرو سره د عاید ترلاسه کولو په موخه جوړ کړ او د مناسبې محتوا په تولید سره یې د خپلو تعقیبونکو شمېر زیات کړ او په لږ وخت کې یې عاید ترلاسه کړ.

"مخکې به مو تفریحي پروګرامونه خپرول، او اوس هم تفریحي پروګرامونه او د ښار په اړه راپورونه خپروو. پخوا مو خپل عاید د سویفټ له لارې په افغانستان کې ترلاسه کولی شو، خو اوس دا امکان نه لري، نو د جرمني له ملګرو یې اخلو. په پیل کې زموږ عاید ډېر و، خو اوس میاشتنی شاوخوا ۱۳۰ امریکایي ډالر ترلاسه کوو."

د کابل ښار اوسېدونکې او ښځینه یوټیوبره، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله نوم په راپور کې واخېستل شي وايي د طالبانو د محدیتونو له کبله اوس نه‌شي کولی چې د خلکو د غوښتنو سره سم ښه پروګرامونه چمتو کړي، چې له امله یې د تعقیبونکو شمېر کم شوی دی.

"اوس هر څه چې خپروو، د طالبانو له فلټر څخه تېرېږي، موږ نه‌شو کولی ښه پروګرامونه برابر کړو، ځکه اوسنی حکومت اجازه نه راکوي، ښځو ته ډېرې ستونزې دي.

هر ځای ته چې ځو، طالبان پوښتنه کوي چې د چا لپاره کار کوئ؟ موږ ته وایي، له نارینه‌وو سره مرکه مه کوئ، یوازې له ښځو سره خبرې کولای شئ."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېر کال د میزان په میاشت کې اعلان وکړ، چې د یوټیوبرانو پر فعالیتونو څارنه کوي، او یوټیوب چینلونه باید د دې وزارت د کړنلارو سره سم فعالیت وکړي.

د یوټیوب د فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره، د لوړو زده‌کړو اسناد، د ژورنالیزم برخه کې تجربه، د "ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور" مراعت، د اساسي شرایطو په توګه یاد شوي دي.

خو د ځینو یوټیوب چینلونو مسئولین وایي، نویو کړنلارو او قوانیونو کار ته ستونزې جوړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د یوه یوټیوب چینل مسئول او د رسنیزو موادو چمتوونکی سید رحیم سعیدي، د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور د روان کال د عقرب په میاشت کې په درې کاله بند ته محکوم شوی.

یو شمېر افغانان وایي، د طالبانو د رسنیزو پالیسیو له بدلون او پر ځینو ټلویزوني خپرونو د محدودید له کبله یې د یوټیوب کتلو ته مخه کړې ده.

د کابل ښار اوسېدونکي سلیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له هغه وروسته چې طالبانو د رسنیو  پر خپرونو محدویتونه ولګول او تفریحي پروګرامونه، موسیقي، فلمونه او سریالونه یې بند کړل، له هماغه وخته یوټیوب ګورم.

اوس یواځې یوټیوب د ځوانانو لپاره تفریحي پروګرامونه لري. هغه پروګرامونه چې زموږ هېوادوال یې جوړوي او زحمت باسي، ډېر ښه دي، په ځانګړي ډول کمېډي او معلوماتي پروګرامونه مې ډېر خوښیږي.»

د افغان یوټیوبرانو د معلوماتو له مخې، دوی هره میاشت له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې عاید لري، چې د عاید کچه یې د تعقیبونکو د شمېر، او دا چې هغوی په کومو هېوادونو کې دي اړه لري.

د ټولنیزو رسنیو کارپوهان له ډلې یې پرویز اکرم ازادي راډیو ته وویل چې: یوټیوب د اعلانونو له عوایدو ۴۰ سلنه خپله اخلي، او پاتې ۶۰ سلنه د چینل مالک ته ورکوي.

نوموړی وايي د هر ۱۰۰۰ کسانو د کتلو په بدل کې ، د محتوا تولیدوونکی ۶ امریکایي ډالر ترلاسه کوي، چې ۶۰ سلنه یې یوټیوبر ته رسېږي.

"د نوي میلادي کال لپاره د عاید ترلاسه کولو شرایط ډېر اسانه شوي. هر څوک چې په یوه برخه کې مهارت لري،

کولای شي عاید ترلاسه کړي. شرط یې دا دی چې کله یې یو یوټیوب چینل کړ باید په یوه کال کې یې چینل   ۴۰۰۰ ساعته ولیدل شي  او ۱۰۰۰ سبسکرایبران ترلاسه کړي. وروسته، خپله یوټیوب د عاید ترلاسه کولو وړاندیز کوي."

له دې ټولو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو وروسته، د ټولنیزو شبکو، په ځانګړي توګه د یوټیوب، او د افغان یوټیوبرانو بازار ګرم شوی.

وړاندې واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو حکومت د یوټیوب د اغېزمنو کسانو له لارې د ډول ډول محتوا په تولید سره هڅه کوي چې د افغانستان یو مثبت تصویر نندارې ته وړاندې کړي او په دې ترتیب د ملیونونو انلاین لیدونکو پام راجلب کړي.

د یادونې ده، چې یوه ځوانه افغان یوټیوبره حورا سادات، ، تېر کال د سنبلې میاشت کې په مرموز ډول په کابل کې ووژل شوه.

دوه کاله وړاندې یو بل یوټیوبر، اجمل حقیقي، له خپلو همکارانو سره د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا د مقدساتو د سپکاوي په تور ونیول شو، خو د حقیقي په وینا، د طالبانو په محاکمه کې بې‌ګناه ثابت شو، او طالبان د ۱۹۵ ورځو بند وروسته نوموړی او همکاران یې له پلچرخي زندانه خوشې کړل.

په افغانستان کې د یوټیوب چینلونو او یوټیوبرانو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو شاوخوا لس میاشتې مخکې، امریکا غږ د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور وزارت له قوله راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې لږترلږه ۱۰۰۰ فعال یوټیوب چینلونه شته، چې له دې ډلې یې ۲۵۰ چینلونو د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

یو شمېر افغانان وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره همهاله، د یوټیوبرانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي خو له خنډونو سره سره دا د افغانستان لپاره یوه نوې تجربه او ښه فرصت دی.

XS
SM
MD
LG