د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د یوناما پر دفتر په ډزو کې یو طالب وژل شوی او د دې دفتر یو کارکوونکی ټپي شوی


په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما خبر ورکړی چې د طالبانو یوه غړي د دوی په یوه دفتر باندې په ډزو کې د ملګرو ملتونو یو نړیوال قراردادي ساتونکی ټپي کړی دی.

د یوناما مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته تایید کړې چې پېښه یکشنبه له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې چې د کابل د ختیځ پلچرخي سیمې ته نږدې موقعیت لرې رامنځته شوې ده.

د یوناما په بیان کې دا هم راغلي چې د طالبانو یو غړی د ملګرو ملتونو له محوطې دباندې مړ موندل شوی دی.

په دې اړه چې دا طالب وسله وال څنګه مړ شوی څه نه دي راغلي خو یوناما لیکلي چې د دوی ساتونکو د طالبانو په عسکرو باندې ډزې نه دي کړي.

د پېښې انګیزه او علت هم نه دی روښانه شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم له رسنیو په خبرو کې دا پېښه تایید کړې ده.

هغه ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ډزو په نتیجه کې د طالبانو یو سرتیری وژل شوی او د یوناما یو کارکوونکی برسېرن ټپي دی.

قانع هم ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

پېښه د ملګرو ملتونو د یو ان او سي اې په نوم په یوه مرکز شوې چې پکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما دفتر، د ملګرو ملتونو د څو نورو څانګو، اړوندو بنسټونو او پروګرامونو دفترونه موقعیت لري. همدارنګه دغه مرکز کې د ملګرو ملتونو نړیوال کارکوونکي هم هستوګن دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دوی او واکمن چارواکي ( د طالبانو حکومت ) په دې اړه څېړنې کوي.

تر دې پېښې وروسته د یوناما په خبره واکمنو چارواکو ( طالبانو ) د ملګرو ملتونو د یاد مرکز دننه او دباندې ټول فعالیتونه د لنډ وخت لپاره درولي وو.

اوس د دې مرکز فعالیتونه بېرته پیل شوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG