د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د کرکټ مینه وال غواړي چې د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره پاکستان ته لاړ شي، خو ویزه نه ورکول کېږي


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مینه وال د اتلانو جام سیالیو د نندارې او د خپلې لوبډلې د هڅولو په هدف غواړي پاکستان ته ولاړ شي خو دغه هیواد ورته ویزې نه ورکوي.

په افغانستان کې دننه او بهر د کرکټ یو شمیر مینه وال وايي، دوی غواړي په پاکستان کې د اتلانو جام سیالۍ له نژدې وګوري او خپله لوبډله وهڅوي خو د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي شبیر ازادي راډيو ته وویل:

«په وار وار موږ هڅه وکړه چې ویزه واخلو، خو هر ځل له موږ نه د اپلای فیس اخیستل کیږي او ویزه ردیږي، ولاکه موږ هم دومره وس لرو چې اپلای کوو او دوی فیس اخلي او ویزه نه راکوي، موږ غواړو چې پاکستان ته لاړ شو او خپله لوبډله له نژدې وګورو او اتلان تشویق کړو خو تر اوسه دا موقع نه ده رامنځته شوې.»

نوموړی ادعا کوي چې د پاکستان ویزې په تور بازار کې په ۱۲ سوه ډالرو خرڅیږي چې د کرکټ افغان مینه وال یې د اخیستلو توان نه لري.

په فرانسه کې میشت یو افغان کډوال سباوون وايي، خوښ و چې د افغان لوبډ‌لې لوبې به له نژدې وګوري خو اوس خواشینی دی، ځکه ویزه یې رد شوې ده:

«موږ هیله لرو چې پاکستان دې داسې یو میکانیزم رامنځته کړي چې د اتلانو جام سیالیو لپاره ځانګړې ویزې جوړې کړي او مینه والو ته دې ورکړي، زه باور لرم چې دې سیالیو ته به د هرې لوبډلې مینه وال راځي، افغانان هم حق لري چې د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره لوبغالي ته لاړ شي.»

د کرکټ افغان مینه وال د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کوي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د دغو سیالیو د نندارې لپاره افغان مینه والو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي.

دوی دغه شان د افغانستان له کرکټ بورډ هم غوښتنه کوي چې باید د دواړو هیوادونو د کرکټ بورډونو په کچه په دې موضوع خبرې وشي.

که څه هم د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو په کرکټ بورډ کې دننه یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دوی په رسمي ډول دا موضوع د پاکستان له کرکټ بورډ سره شریکه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې پخواني مسوول حکمت حسن ازادي راډيو ته وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم له نژدې د اتلانو جام سیالیو د نندارې او افغان لوبډلې د هڅونې لپاره افغانانو ته د ویزو د ورکړې کمپاین پیل کړی او ان د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ګډون یې د پاکستان کرکټ بورډ ته ایمیلونه هم کړي دي.

«که تاسو اوښان ساتئ نو دروازې ورته لوړې جوړې کړئ، که تاسو غواړئ چې اتلانو جام سیالي په پاکستان کې ترسره شي نو اړتیا ده چې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړئ، دا یو معمول دی چې په هر هیواد کې دغسې لویې سیالۍ ترسره کیږي کوربه هیواد مجبور دی چې د لوبډلو مینه والو ته ویزې ورکړي تر څو مینه وال لاړ شي او خپل لوبغاړي له نژدې تشویق کړي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه سخته کړې او ان ناروغانو ته هم په ډیر مشکل ویزه ورکوي.

ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ په نولسمه د اتلانو جام سیالۍ په پاکستان کې پیل شي، خو هند به خپلې لوبې به متحده عربي اماراتو کې کوي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه لري.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د فبرورۍ په ۲۱ مه په کراچۍ ښار کې له سویلي افریقا سره وي.

له دې وروسته د همدې میاشتې په ۲۶ او ۲۸ مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ (انګلیستان) او استرلیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د اتلانو جام په سیالیو ته په مستقیم ډول لاره مومي.

د کرکټ افغان مینه وال تمه لري چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې ښه وځلېږي.

XS
SM
MD
LG