د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د نجونو له زده کړو د یوه بل طالب چارواکي ملاتړ او د نجونو غوښتنې


په دې ورستیو کې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه د ځینو لوړ پوړو طالب چارواکو له څرګندونو ورسته یو شمیر نجونې او میرمنې وايي، طالبان باید د دوی د زده کړو په تړاوو عملي اقدامات وکړي.

دوی وايي، دا ستونزه د طالب چارواکو تر منځ په ناندرو او اختلافونه نه حلېږي.

تازه په ټولنیز رسنیو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد نبي عمري یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې دی پکې ژاړي او وايي" که د نجونو زده کړې فرض او سنت نه وي، مباح دي، خدای دې موږ ته هدایت وکړي، دیني علوم چې ازاد دي باید عصري علوم هم ازاد شۍ."

د ښوونځې له زده کړو یوه بې برخې شوې او د لوګر ولایت اوسېدونکې وايي: "دوی دې خپل اختلافات ټول پریږدي او موږ ته دې د زده کړو اجازه راکړي."

تازه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستیال

عمري: که د نجونو زده کړې فرض او سنت نه وي، مباح دي، خدای دې موږ ته هدایت وکړي، دیني علوم چې ازاد دي باید عصري علوم هم ازاد شي."

محمد نبي عمري هغه ویډیو ګڼ غبرګونونه راپارولي او لاس په لاس کیږي چې نوموړی پکې د نجونو د زده کړو په اړه د خبرو په جریان کې په ژړا کیږي.

عمري وايي "که د نجونو زده کړې فرض او سنت نه وي، مباح دي، خدای دې موږ ته هدایت وکړي، دیني علوم چې ازاد دي باید عصري علوم هم ازاد شي."

د طالبانو د حکومت په کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته دا ومنله چې نوموړي دا څرګندونې د سلواغې په ۸مه په خوست ولایت کې د نجونو په یوه مدرسه کې کړي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی هم ویلي و چې " د نجونو پر زده کړو بندیز نه زموږ د طبیعت خبره ده او نه د شریعت".

د نجونو د زده کړو په تړاو د عباس ستانکزي له ورستیو څرګندونو وروسته ځینو کورنیو رسنیو او یو شمېر ټولنیزو فعالانو له افغانستانه د نوموړي د وتلو په اړه خبرونه خپاره کړل خو په خپله عباس ستانکزي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې دی په افغانستان کې دی.

د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان له دې ډلې صلاح الدین سعیدي وايي، د نجونو له زده کړو سره د طالبانو مخالفت غیر شرعي عمل دی:

«یو د عادي خلکو شکایت دی او بل د طالبانو د چارواکو شکایت دی، د دوی نظر، رویات او فهم چې د حق په موضوع کې دی له ویلو پرته عمل پکار دی، دوی که څه هم خپله یو مشروع حاکمیت نه دی خو بیا هم دا چې د ملت بچیان له زده کړو راګرځوي دا ګناه، خطا غیر انساني او غېر اسلامي عمل دی، ملت په دې پوهیږي او تاریخ به دا ناروا او تور حرکت ولیکي.»

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو په تېرو څه باندې درې نیمو کالونو بیا واکمنۍ کې نړیوالې ټولنې، ملګرو متلونو او په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو په واور دا ویلي، چې دوی باید بې ځنډه افغان نجونو ته د زده کړو په ګډون نور بنسټیز حقونه ورکړي..

خو طالبانو بیا ادعا کړې چې د ټولو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو مرستندویه پلاوي دفتر« یوناما» د روان کال د جنورۍ ۲۴ د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په ښکاره پکې نجونې له زده کړو منع شوي او دا چې میلیونونه نجونې له دغه بنسټیزه حقه محرومې شوي دا یوه تراژیدي او ناورین دی.

XS
SM
MD
LG