د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نوی راپور: خلکو ته په سمه توګه د پولیو واکسین نه دی رسېدلی


عکس ارشیف
عکس ارشیف

په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتېدو په اړه د اندیښنو په دوام د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکه « Afghanistan Analysts Network » وايي، داسي ښکاري چې په دې برخه کې د طالبانو محدیتونو د پولیو د مثبتو پیښو له زیاتوالی سره مرسته کړې وي.

دې شبکې پرون یکشنبه د یوه تفصیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځله د پولیو واکسن له ځنډولو وروسته طالبانو د اکټوبر په وروستیو کې د واکسین اجازه ورکړه خو د واکسین چارې یې جوماتونو او د کلیو مرکزونو ته محدودې کړې.

په راپور کې د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې چې د پولیو واکسین لپاره په نښه شوي له پنځه کالو کم عمره ماشومانو له والدینو سره خبرې شوي او له هغوی پوښتنه شوې چې د طالبانو له لوري د پولیو واکسین لپاره نوې ټاکل شوې طریقه څومره اغیزمنه تمامه شوې ده.

د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« پخوا یې چې ماشومانو ته واکسین ورکاوه، ترتیب یې منظم وه، اوس یې واکسیناتورانو ته ویلي چې کور په کور مه ګرځئ ځایونه یې ورته ښودلې چې هلته به راځئ دا یو ستونزه ده ځینې ورځي ځینې نه ورځي د چا په کور کې سړي نه وي، مخکې به یې دروازه ټک ټک کړه او په اسانه به ماشومان واکسین شول.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې په دغه هیواد کې ثبت شوې دي خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تیر میلادي کال کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت د غلام بای کلي اوسېدونکی محمد صابر چې دوه اولادونه یې د پولیو واکسین له تازه پړاوه پاتې شوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د روغیتايي چارو مختخصین له ډلې یې سیدا جان یوسفزی وايي چې کور په کور د پولیو واکسین د ګوزڼ او نورو ناروغیو د مخینوي لپاره اغیزمنه لاره ده او د دغه لړۍ پر وړاندې ستونزې او محدودیتونه خطرناکه پایلې لرلی شي.

« که ماشومان واکسین نه شي نو د دې امکان شته چې دغه ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي، دا نه یوازې افغانستان او پاکستان بلکې د نړۍ لپاره هم یو جدي خطر دی ځکه چې کولای شي په نړیواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو هلې ځلې زیانمنې کړي او د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي.»

د یادونې ده که څه هم افغانستان په او پاکستان په نړۍ یوازینې دوه هغه هېوادونه چې د پولیو مثبتې پیښې پکې شته خو د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې د محددیتو وراخوا تازه د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو ځنډېدل د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.

که څه هم وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې حیاتي بشري مرستې له د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستو د درولو له فرمانه مستنا دي خو د روغتیا نړیوال سازمان یوې چارواکي ویلي چې موږ په پاکستان او افغانستان کې، د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یو او د مرستو ځنډېدل په ټوله کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.

XS
SM
MD
LG