د پښتون قامي جرګې مشرانو ويلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې د درې ورځنۍ جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومتي او مخالفو ګوندونو د غړو ګډه کمېټۍ جوړه کړې ده.
د پښتون قامي عدالت په نوم هغې جرګې د جنورۍ پر اوومه پر خپله فېسبوک پاڼه په بيان کې ويلي دي چې پلاوی پر هم هغه ورځ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وربلل شوی وو.
په بیان کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علی امين ګنډه پور په مشرۍ صوبايي اسمبلۍ د پښتون قامي جرګې د پرېکړو عملي کولو لپاره د حکومت او حکومت مخالفه ګوندونو د کمېټۍ غونډه وربللې وه چې پکې د سپيكر او مرستيالې سپیکرې تر څنګ د حکومت مخالفه ډلو مشرانو او د اسمبلۍ نورو غړو د پښتون قامي جرګې پر پرېکړو بحث وکړ.
د بيان له مخې، کمېټي به په يوه اونۍ کې د جرګې د وړاندې کړيو ۲۷ نکاتو او غوښتنو په اړه د پرمختګ لپاره متفقه وړانديزونه ورکوي.
بیان وايي، هغه کمېټي به د صوبايي حکومت له واک سره تړلي نکات اسمبلۍ اسمبلۍ ته وړاندې کوي او له وفاق سره د تړلو نکاتو په اړه به وفاقي حکومت ته سپارښتنې لېږي.
د خيبر په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د پښتنو قامي جرګه يا عدالت د اکتوبر پر ۱۳مه شپې مهال د ۲۷ پرېکړه ليکونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.
د هغې جرګې په ځینو مهمو پرېکړو کې په دوو مياشتو کې د پښتنو له خاورې پوځ او وسلوالو ډلو وتل، پر ډېورنډ کرښه له افغانستان سره له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ او د سوداګرۍ د اسانتياوو زياتول، له ټولې پښتونخوا څخه د ۲۴۰،۰۰۰ کسانو غير مسلح لښکر جوړول، د سياسي بنديانو او جبري لادرکه شويو کسانو خوشې کول، د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول، د پښتنو پر وسايلو د هغوی حقونه باوري کول او د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو د هواري لپاره د یوې ځانګړې جرګې جوړول شامل ول.