د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د ۲ تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاج شوی


د کرک نقشه.
د کرک نقشه.

د خیبر پښتونخوا د کرک يوشمېر اوسېدونکو د هغې ضلعې د نېشپه سيمې له غرونو څخه د تښتول شويو دوو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی او د انډس های وې په نوم لوی سړک يې د څو ساعتونو لپاره تړلی وو.

دا احتجاج د جنورۍ پر شپږمه د ځايي خلکو د ټولنې "خټک اتحاد" تر سيوري لاندې وشو. د اتحاد مشر مدثر ايوب وويل، د ضلعې پوليسو ته يې يوه اونۍ وخت ورکړی وو چې تښتول شوي کسان بازياب کړي خو د ده په خبره، هغوی و نه توانېدل نو ځکه يې د احتجاج لاره خپله کړه.

د نېشپه کلي هغه دوه کسان د ډېسېمبر پر ۱۹مه د ښکار لپاره غره ته تللي ول، چې تری تم شول.

د هغوی خپلوان وايي چې وسلوالو ورته په لېږلي يوه ويډيويي پيغام کې د کسانو د تښتولو ذمه واري منلې ده، خو معلومه نه ده چې وسلوال د کومې ډلې دي او هغه کسان يې ولې تښتولي دي.

احتجاج ته په وینا کې د کرک د صابر اباد اوسېدونکي او مدني فعال صادق خټک وويل چې د خلکو د سر او مال د حفاظت ذمه واري د پوليسو ده او بايد هغوی يې پوره کړي.

وروسته د کرک مرستيال کمېشنر شکيل احمد جان او د هغې ضلعې د پوليسو مشر شهباز الاهي له احتجاجيانو سره د خبرو لپاره د احتجاج ځای ته ورغلل.

مرستيال کمېشنر وويل چې د تښتول شويو کسانو د خوشې کولو لپاره يې عمليات روان دي او ژر ده چې بريالي شي.

خټک اتحاد د دې اطمينان له ترلاسه کولو وروسته احتجاج ختم کړ او انډس های وې يې بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيسته. د کرک د نېشپه کلي د دوو کسانو د تښتونې مقدمه په صابر اباد تاڼه کې درج ده.

XS
SM
MD
LG