د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د سدې اوسېدونکو د خپلو مشرانو د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی


د جنورۍ پر اوومه د سدې ګڼو اوسېدونکو د ښار په بازار کې مظاهره وکړه.
د جنورۍ پر اوومه د سدې ګڼو اوسېدونکو د ښار په بازار کې مظاهره وکړه.

د خیبر پښتونخوا د کورمې د سدې اوسېدونکو د خپلو نيول شويو مشرانو د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی.

احتجاجیانو د جنورۍ پر اوومه د ښار مرکزي څلور لارې ته تر ورغونډېدو وروسته تر څو ساعتونو پورې لاره تړلې وه او د سدې بازار يې تړلی وو.

دا تر هغه وروسته ده چې حکومت د جنورۍ پر شپږمه د مسوزیو ملک سیف الله، د تري منګلو سید رحمان منګل او د سدې بازار د تاجرانو اتحاديې مشر محمد ارشاد ونيول.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم د نه خپرولو غوښتنه وکړه، د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې ملک سیف الله او سید رحمان په ټل کې تر نیولو وروسته بېرته خوشې شوي دي، خو د هغه په وينا، محمد ارشاد یې "د کرکې خپرولو" په تور او د عامه نظم د ګډوډۍ د مخنیوي قانون له مخې زنداني کړی دی.

هغه چارواکي زياته کړې ده چې ملک سیف الله او سید رحمان منګل د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کواټ کې د شيعه او سني مشرانو ترمينځ د سولې پر موافقه لاسليکونه نه ول کړي، نو ځکه يې هغوی نيولي ول.

د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.

خو د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې تړل شوې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG