د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي د انګور اډې لارې بندېدو له امله يې د اربونو روپيو تاوان شوی دی


د انګور اډې لاره جنوبي وزیرستان له پکتیکا سره نښلوي ـ پخوانی انځور.
د انګور اډې لاره جنوبي وزیرستان له پکتیکا سره نښلوي ـ پخوانی انځور.

د جنوبي وزيرستان د سوداګرۍ خونې يا چېمبر اف کامرس مشر وایي، له افغانستان سره د تجارت پرمخ د انګور اډې لارې بندېدو له وجې د سيمې د سوداګرو اربونه روپۍ تاوان شوی او زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي.

سیف الرحمان وزیر د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان زياتره سوداګر د پاکستان نورو برخو ته کډه شوي او د سيمې بازارونه شاړ شوي دي.

هغه وویل "له وزيرستانه تر ډېره اسماعيل خانه لارې شاړې شوې دي، بازارونه شاړ شول. دلته د اربونو روپيو نقصان روان دی. ټول سرمايه دار خلک مو له وزيرستانه په تګ مجبوره شول. د مزدور طبقې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کسان مو بې روزګاره شول."

سيف الرحمان وزير زياته کړه چې څو وارې يې له انتظامي او امنيتي چارواکو سره خبرې شوي، خو مشکل يې لا هم پر ځای پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انګور اډې لارې پرانېستلو په موخه د هغه سيمې خلکو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر مياشتې راهيسې احتجاجي ناسته پيل کړې او د پاکستان له حکومته غواړي چې له افغانستان سره د تجارت او عامه تګ راتګ لپاره ورته د پاسپورټ او وېزې شرط ختم کړي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي. د حکومتي پرېکړې پرضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې احتجاجي پرلتونه پیل شول.

بلخوا د کوز جنوبي وزيرستان مرستيال کمېشنر محمد ناصر خان جنورۍ پر شپږمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د هغه ضلعې د خلکو د ستونزو د حل داډ ورکړ خو ورسره يې پر هغوی غږ وکړ چې خپل احتجاج ختم کړي. د انګور اډې احتجاجيان بيا وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې به خپل پرلت جاري ساتي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG