د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: رياستي ادارې او حکومتونه فرقې سره جنګوي


د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان پخوانی انځور.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان پخوانی انځور.

د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې په کورمه کې روانه شخړه فرقه يیزه نه بلکې قبايلي ده.

نوموړي د جنورۍ پر شپږمه د پېښور په نشتر هال کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د يوه هېواد سفير ورسره ليدلي ول او په خبرو کې يې د کورمې د شخړې ذکر ورسره وکړ.

مولانا فضل الرحمان د هغه هېواد او سفير نوم وانخيست البته زیاته يې کړه چې ورته يې وويل چې د کورمې قبیلې له شاوخوا ۲۲ کلونو راهيسې جګړې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه سفير ته يې وويل چې که په کورمه کې جګړه د سنيانو او شيعه ګانو شخړه ده نو بیا ولې له دې سيمې سره لګېدلي هنګو او ورپسې په کواټ کې د مېشتو سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ جګړه نه کېږي، ولې د دې جګړې ګرمي په کراچۍ کې احساسېږي؟

نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې د کورمې د شيعه-سني جګړې د اورلمبې په هنګو، کواټ، پېښور او ډېره اسماعيل خان کې نه احساسېږي، خو په تهران او د هند په لکنو ښار کې محسوسېږي.

مولانا فضل الرحمان زياته کړه "ریاستې ادارې فرقې سره جنګوي. حکومتونه فرقې سره جنګوي. د دوی د پارونو تر شا د دوی منصوبه بندي وي، فرقې جنګوئ تاسو او د [فساد] تور يې پر مذهبي مکاتب فکر پورې کوئ."

د هغه په وينا، دوی ځايي خلک دي او د دې مسلې په رېښو او حل پوهېږي. نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې څوک دغو جګړو ته لمن وهي؟ د ده په وینا، د يوې فرقې خلک په کراچۍ او د بلې هغې په اسلام اباد کې خبرې غونډې کوي نو پوښتنه دا ده چې د دوی تر شا څوک دي؟

هغه وويل چې له دې څخه انکار نه کوي چې په ټولنه کې فرقه يیزه عناصر نه شته خو په وینا يې، دغه فرقه ييزه کړۍ له یوبل سره هغه وخت جګړه کوي چې کله حکومت ته د دوی ضرورت وي.

د پاکستان حکومت د جمعيت علمای اسلام د مشر د تازه تورونو په ځواب کې لا څه نه دې ويلي البته د خيبر پښتونخوا د حکومت په منځګړيتوب د کورمې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ اوربند او د سولې لوظنامه شوې ده.

ایا د کورمې جګړې فرقه ييزې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:53 0:00

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په دا وروستيو مياشتو کې د دواړو ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او پر مالي زيانونو رسېدلو سربېره له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې تړل شوې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواوو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې سنګرونه جوړ کړي دي او د جګړې پر وخت له دغو سنګرونو پر یو بل بریدونه کوي.

که څه هم په کورمه کې د روانې ترينګلتيا د ختمولو او دايمي اوربند رامينځ ته کولو لپاره د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د هغې سيمې شيعه او سني مشرانو د سولې پر لوظنامه لاسليکونه وکړل، خو ترينګلتيا لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د هغې لوظنامې په ۱۴ نکاتو کې يې مهمې هغه په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول ول. پر دې سربېره، د بې کوره شويو کسانو خپلو سیمو ته ستنول، د ځمکو شخړې د اسنادو له مخې هوارول او پر ټولنيزو شبکو د کرکې خپروونکو پر ضد اقدامات کول ول.

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا حکومت د ډېسېمبر پر ۳۰مه ويلي ول چې تر هغو چې په کورمه کې دواړه اړخونه د وسلو پر راټولولو رضا نه شي، هلته لارې نه شي خلاصولای.

XS
SM
MD
LG