د کورمې شيعه ګانو خپل هغه احتجاج ځنډولی دی چې له دوه نیمو اونيوو راهیسې یې په پاړه چينار کې پيل کړی وو.
د شيعه ګانو یو مشر، شیخ فدا حسین مظاهري احتجاج کوونکو ته د دیسمبر پرپينځمه، د شپې مهال په تقریر کې وویل چې په شپه د خپل تقریر پر مهال ویلي، که څه هم د دوی د لارو خلاصولو مطالبه نه ده منل شوې خو بیا یې هم د ټولو په مشوره دا بهتره وګڼل شوه چې احتجاج وځنډوي.
هغه زیاته کړه: "قومي حساسیتونو ته په پام، ټولو یو ځای دا فیصله وکړه چې نور دا زحمتونه او کوښښونه ختم کړئ. له دې سره دغه روان پرلت ختم نه بلکې ځنډوو. اوس ګورو، که حکومت د تېر په شان خپلې وعدې او زموږ مطالبې پوره نه کړلې نو بیا به په همدې ځای کې خپل احتجاج بیا کوو."
په کورمه کې د سپتمبر، اکتوبر او نومبر په میاشتو کې د شيعه ګانو او سنیانو ترمنځ نښتو کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي وو. تر هغې وروسته بېلابېلې لارې او په ځانګړې ډول پاړه چينار ته تللې لویې لارې بندې شوې چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
د پاړه چينار پرلت تر هغې وروسته ځنډېدلی چې په هغه ښار کې موسم ډېر يخ شوی دی. بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت د دیسمبر له پينځمې په کورمه کې ۱۴۴ دفعه نافذ کړې ده. په دې سره له پينځوو څخه زیات کسان په يو ځای کې نه شي راټولېدلی او هېڅوک وسلې نه شي ګرځولی.
د یادونې ده چې د کورمې په بګن کې د جنورۍ پر څلورمه، په ډزو کې د ضلعې ډپټي کمیشنر جاوید الله محسود، څلور امنيتي سرتېري او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي وو. که څه هم د کورمې انتظامیې او صوبايي حکومت د دې پېښې د څرنګوالي په اړه دریځ نه دی وړاندې کړی خو د بګن سیمې یو مشر اقبال بادشاه د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته ويلي وو: "چې کله د سرکاري ګاډو قافله سیمې ته پر ننوتو شوه نو یو تن هوايي ډزې وکړې. په ځواب کې یې ملیشه ځواکونو ورباندې نېغ په نېغه ډزې پیل کړې چې دوه کسان پکې ټپي شول."
اقبال بادشاه زیاته کړه تر هغې پس هغلته موجود ځیني کسانو په سرتیرو ډزې پیل کړې چې دا ژوبله پکې رامنځ ته شوه. هغه دا ادعا هم وکړه چې د ډيپټي کميشنر جاوید الله محسود موټر د پېښې په ځای کې نه دی لګېدلی.
د مرستو ځنډېدلی کاروان او په بګن کې احتجاجي پرلت
تر دې پېښې وروسته د حکومت لخوا د مرستو هغه قافله وځنډېده چې پاړه چينار ته روانه و. دا ټرکونه د دیسمبر پر څلورمه په ټل کې ولاړ وو. دا قافله تر هغې وروسته روانه شوې وه چې د خیبر پښتونخوا حکومت په منځګړتوب شيعه او سني مشرانو په کوهاټ کې پر امن معاهدې لاسلیکونه وکړل. حکومت ويلي چې دا لوظنامه به د لارو خلاصولو او وسلو راټولو تر څنګ د کورمې په دایمي امن کې لوی کردار تر سره کړي.
که یو خوا ته په پاړه چینار کې احتجاج ختم شوی نو له بلې خوا په بګن کې د سنيانو پرلت لا هم روان دی. په دې احتجاج کې شامل ځايي مشر شاهین ګل د دیسمبر پر شپږمه، مشال راډیو ته وويل چې حکومت بايد د ۱۴۴ مادې نفاذ ونکړي ځکه چې د هغه په وينا دا له حلکو د سوله ییزو مظاهرو اييني حق اخلي. د
ګل زیاتوي، تر څو چې یې مطالبې نه ويمنل شوې، خپل احتجاج نه ختموي. د بګن خلکو له یوې اونۍ روان کړي احتجاجيپرلت کې د نښتو په مهال د ورانو شويو بازارونو او کورونو د جوړولو لپاره معاوضه او د وسلو ټولېدل غوښتې دي.
بلخوا د سرکاري جرګې یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډیو ته ویلي چې د کوهاټ پر لوظنامې د فریقینو تر لاسليک وروسته، د پوځ مشرانو نه یوازې د بګن بازار بیرته جوړولو خبره منلې بلکې د هغه ځای مقامي خلکو ته یې د معاوضې ورکولو هم ويلي دي. د هغه په وينا حکومت دواړو غاړو ته يوه میاشت وخت ورکړی چې خپلې وسلې وسپاري.