عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د میرلي پولیسو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د میرلي له ګلشن اډې څخه يو کس تښتولی وو او یوه ورځ وروسته یې په ډزو ویشتل شوی جسد موندل شوی دی.
د جنوري پر لومړۍ د داوړو دغه جرګه د میرلي په خسوخېلو کې وشوه چې پکې د داوړ قام د ټولو قبیلو مشرانو ګډون وکړ.
د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د بنو پریس کلب کې بیړنۍ خبري غونډې په مهال د جرګې مشرانو وویل چې په هغه ورځ دوی د امنیت د ټینګښت او د ایپکس کمیټې ژمنو عملي کولو لپاره ورټول شوي ول. په دې غونډه کې قامي مشران او سیاسي ګوندونو ګډون کړی وو. د دوی په خبره، پولیسو تر جرګې وروسته په لاره کې عبدالصمد خان ونیولو.
د خیبر پښتونخوا په باجوړ او بنو کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر ۲۶مه په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال شپږ وسلوال ووژل او اته نور يې ژوبل کړل.
د شمالي وزيرستان کډوال وايي چې حکومت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ورسره مرستې ځنډول شوې دي. دوی وایي، هر ځل په سوال، منت، زاریو او احتجاجونو مرستې غواړي.
ای اېس پي ار د وژل شویو مشکوکو وسلوالو پېژندګلوي او تړاو نه دی په ډاګه کړی. د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۶مه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.
دوی وايي چې حکومت له څلورو میاشتو راهیسې ورسره مرستې ځنډولې دي. دوی وایي، هر ځل په سوال، منت، زاریو او احتجاجونو مرستې غواړي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۱مه په بيان کې ويلي دي چې امنیتي سرتېرو پر هم هغه ورځ د شمالي وزیرستان په میرامشا او سپینوام کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښتې وشوې.
د بنو تاڼې او پولیسو ویاند خنظ الله مشال راډیو ته وویل چې د دسمبر پر اتمه سهار مهال پر موټرسایکل سپرو وسله والو د بنو په ممه خېلو کې د پولیسو سب انسپکټر علي بهادر په ډزو وژلی دی.
د ډېسېمبر پر اتمه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدلو زیانونو په اړه شوې جرګې ته مشرانو وويل چې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښتو کې ګېر شوي دي.
طوريخیل قبیلې مشرانو د ډېسېمبر پر شپږمه په میرامشا پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د وزیرستان په ۱۰ تحصیلونو کې دوی په پینځو تحصیلونو کې میشته دي. زیاتره معدنیات د دوی په تحصیلونو کې موجود دي چې هلته پروژې روانې دي.
چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر دويمه د سين تنګۍ سيمې په خوړ کې ماشومانو لوبې کولې چې دا مهال هلته د مارټر پرتې ګولې وچاودېدې.
احتجاجیان وايي چې د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه په غوړا بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ګرځبندیز له وجې خلک په کورونو کې ایسار دي او له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.
دوی په بکاخېلو منډي کې له نن (د نومبر له ۳۰مې) احتجاج پیل کړی او وايي چې یوه ورځ مخکې په غوړا بکاخېلو کې د وسلوالو پر ضد عملیاتو پر مهال یو عام کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي او خلکو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې وژل شوی تن خاورو ته وسپاري.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې هغو وسلوالو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه سپینوام ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو وویشتل.
د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
نور وښیئ