له شمالي وزیرستانه بېکوره شوي کډوال وايي چې د پوځي او انتظامي چارواکو لخوا يې د غوښتنو تر منل کېدو وروسته احتجاج ختم کړی دی.
د مداخېل قبیلې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، ډاکټر ګل عالم د فېبرورۍ پر دویمه ماښام پرلتوالو ته د وينا پر مهال وويل چې پوځي او انتظامي چارواکي په ننواتي ورغلي او غوښتنې يې منلې دي.
ده وویل، "اول زموږ دا غوښتنه وه چې اېف ای ار دې درج شي. مبارک مو شه، اېف ای ار يې درج کړی. بله غوښتنه مو دا وه چې د دې پېښې پلټنې دې وشي او که بیا محمکانه کاروايي کوي او که خلکو ته تاوان ورکوي. د راتلونکې لپاره مو سټېمب پېپر لاسليک کړ چې بیا به داسې پېښه نه کېږي."
پوځي او انتظامي چارواکو چې له رسنیو سره خبرو اجازه نه لرله، د نومونو نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته پخلی وکړ چې د احتجاجیانو غوښتنې منل شوې دي.
په بکاخېلو کې مېشت کډوالو احتجاج له هغه وروسته پیل کړ چې د جنورۍ په ۳۱مه د ایف سي ځواک سرتېرو په ډزو د کډوالو د کېمپ یو ماشوم وواژه او بل یې ژوبل کړ.
کډوالو تر پېښه وروسته د بنو او میرامشاه ترمنځ غځېدلی سړک تړلی او د وژل شوي ماشوم له مړي سره یې پر سړک احتجاجي ناسته پیل کړې وه.
دوی وايي، چې اېف سي ځواک د وسلوالو د لټون په نوم چاپه ووهله او د ډزو په مهال یې هغه مرګژوبله واړوله.
بکاخېل کډوالو کیمپ په بنو کې په ۲۰۱۴ز کال کې هغه مهال جوړ شو، چې د شمالي وزیرستان څخه خلک د ضرب عضب په نامه د پوځي عملیاتو له امله بېځایه شول. د اپرېشن په مهال لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې هم مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
د پای ته رسېدلي احتجاج یو ګډونوال، اسلم وزیر مشال راډیو ته وویل چې بکاخېل نوی کیمپ هغه کډوال دي، چې په وروستیو کې له افغانستانه هلته ورستانه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ زکیم وزیر چې هغه احتجاج ته ورغلی وو، په خپل فیسبک لیکلي دي چې د وژل شوي ماشوم نوم محمد وو او هغه اته کلن وو.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي، خو د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.
د بېلابېلو ضلعو خلک شکایت کوي چې د عملیاتو پر مهال، مارټر ګولۍ د دوی پر کورونو غورځیږي او ځاني او مالي تاوانونه ور اړوي.
خلک دا ګیله هم کوي چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د تېر کال ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.
تر دې مخکې، امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.