عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
جرګې احتجاج د سېپټېمبر پر ۳۰مه پيل کړ. دوی وایي چې حکومت او پوځ د امنیت ټینګښت او د دوی غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلي نو ځکه یې بیا په احتجاج لاس پورې کړ.
بیګا وسلوالو د هدید پولیسو تاڼې په حدودږ کې د سېول ډیفنس(رضاکار ځواک) مشر ډاکټر حشمت الله په ډزو وژلی او برید کوونکي تښتېدلي دي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر خالد عمران په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی له احتجاج کوونکو سره په خبرې کوي او د انصاف ډاډ ورکوي.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ د نښتې پر مهال د سبزۍ، مېوو او څارویو پر منډیۍ توغندي لګېدلي دي چې پکې له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې څاروي او لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي. چارواکي وايي اغېزمنو دوکاندارانو او سوداګرو ته تاوان ورکوي. ویډيويي رپورټ.
دغه کډوال د افغانستان په خوست، برمل، پکتیکا، پکتیا او ځینو نورو سیمو کې مېشت دي. د پکتیا ولایت په لمن ولسوالۍ کې مېشت د شمالي وزیرستان د دته خیلو اوسېدونکی احسان وزیر مشال راډیو ته ویلي نور د کډوالۍ ژوند نه شم زغملی او حکومت باید د دوی د ستنولو په اړه فیصله وکړي.
نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، کنه نو سوداګر او د ګاډو مالکان به خورا زيات تاواني شي.
د ګوند مرکزي ویاند احسان الله خان د سېپټېمبر پر ۲۱مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اېمل ولي خان له حکومته غوښتي دي چې د پارلېمان ګډې غونډې ته دې د امنیتي ادارو په ګډون د نورو اړوندو ادارو چارواکي هم وروبولي.
چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د سېپټمبر پر ۲۰مه ناوخته مشال راډيو ته وویل چې په هم هغه ورځ په بنو کې پر موټر سایکل سپرو نامعلومه وسلوالو سلطان ایاز په ډزو وژلی او د هغه ورور یې ژوبل کړی دی.
امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د طالبانو ځواکونو د پاکستاني سرتېرو پر پوستې ډزې وکړې چې پکې یو سرتېرې او یو د بندر مزدور ووژل شول.
د شمالي وزيرستان پوليسو او امنيتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د سېپټېمبر پر ۱۸مه ماښام مهال له خپلو څلورو ملګرو سره په ګاډي کې له ميرامشا څخه د بنو پر لور روان وو چې وسلوالو ورباندې په ميرلي کې بريد وکړ.
د لکي مروت پولیس تور پورې کوي چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي یې په چارو کې مداخله کوي او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې له سیمې وځي، چې پولیس خپله عامه نظم او امنیت وساتي.
په بنو کې د سېپټېمبر په ۱۲مه د پولیسو یو سرتېری نور علي په ډومېل سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په هدفي برید کې ووژل شو.
دوی دا احتجاج او پرلت وروسته له هغې پیل کړی دی چې د سېپټېمبر په ۱۱مه په باجوړ کې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې
د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر درېیمه ورځ هم پرلت ته دوام ورکړی دی او هلته یې کراچۍ ته تلونکې اباسین لویه لاره (انډس هایوې) تړلې ده. د دې له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي پر سړک ولاړ دي او ډرېوران وايي چې د خوراک، څښاک له کمښت سره مخامخ دي. ویډیويي رپورټ.
په پرلت کې ناست يو پوليس سرتېري خالد خان د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې هغوی له سيمې د پوځ ايستل غواړي، ځکه د هغه په وينا، د پوځ له ورتګ سره هلته بدامني زياته شوې ده.
پولیس احتجاج کونکو د سېپټېمبر پر نهمه، د لکي مروت په تاجه زۍ کې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یا انډس های وی د احتجاج په توګه تړلې ده.
د لکي مروتو د ښار یا سېټي تاڼې چارواکو مشال راډیو ته د ابتدايي تحقیقاتي رپورټ (اېف ای ار) نقل ورکړی دی چې پکې لیکل شوي چې وسلوال پر موټرسایکل سپاره ول او د سېپټېمبر پر اوومه یې تر ماخوستن لمانځه وروسته صفي الله او نوید الله په اباخېلو کې د کور مخې ته وویشتل.
د بنو د ډومیل تاڼې پولیس چارواکو د سېپټېمبر پر شپږمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د عظیم الله او بصیر الله په نوم دوه ځایي اوسېدونکي د بنو رینګ روډ پر ماښام وروسته وسلوالو په ډزو وژلي دي.
د اګست پر ۲۹مه وسلوالو د کرنل امیر ویډیو خپره کړه چې پکې نوموړي له پوځه غوښتي ول چې د ده د خوشې کولو په بدل کې دې د ټي ټي پي غوښتنې ومني.
په دغه لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ غړو، سیاستوالانو او نورو ګڼو خلکو ګډون درلوده.
نور وښیئ