د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې په پوځي عملیاتو کې د ولسي مرګژوبلی پرضد پرلتونه پیل شوي


د پاکستان د پوځ سرتیري په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان د پوځ سرتیري په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي: انځور له ارشیفه

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د مبینه مرګژوبلو د پېښو پرضد پرلتو پیل شوي دي.

د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړی چې د وسلوالو پرضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.

د پرلت يو مشر او د عوامي نیشنل پارټۍ ځايي مخکښ ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې ولسي خلکو ته د زیانونو رسېدو د لړۍ درولو غوښتنه کوي.

هغه وویل "خلک دلته پر سړک ناست دي او له حکومت دا تسلي غواړي چې اینده په عامو خلکو، بچیانو او یا کورونو باندې د مارټر يا ډرون حملې و نه شي."

هلته د کوز جنوبي وزیرستان په کوټکۍ بازار کې د یو ځایي کس د وژنې پر ضد د هغه مړي سره احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

ځایي ولس دعوه کوي چې د فبرورۍ پر ۱۴مه او ۱۵مه، د پاکستاني پوځ په ډزو او ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي زبیر وزیر وايي چې د دې بریدونو غندنه کوي"موږ په لدها او سره روغه کې د پوځ په بریدونو کې د عام ولس د مرګ‌ژوبلې غندنه کوو. زموږ دا خیال و چې په هدفي بریدونو کې به وسلوال په نښه کېږي، خو اوس ولس ته مرګژوبله اوړي، او وسلوالو ته د زیانونو څه پته نه لګي."

د جنوبي وزیرستان د کوټکۍ سیمې نه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي رحمت شاه مشال راډیو ته وویل چې د پوځي سرتېرو په ډزو کې نور رحمان نومی کس وژل شوی او یو بل کس ژوبل شوی او نیول شوی دی.

حکومت او پوځي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بلخوا، د تحصیل سراروغه سیمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر شیرزاده مسید مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۵مه په شکاری سیمه کې د پوځي ډرون په برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي.

د لدها سیمې د پولیسو ډي‌اېس‌پي هدایت الله مشال راډیو ته د دې بریدونو پخلې کړی دی.

د تېرو نېږدې دریو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده چې پر ضد وخت په وخت خلکو غونډې، جرګې، احتجاجونه او مظاهرې کړي دي او هلته یې د امنیت پرځای کېدو غوښتنه کړې ده.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په خیبر کې د تیرا او باړې ولسي مشرانو په یوه جرګه کې له حکومته د امن باوري کولو غوښتنه کړې وه.

دوی په خپلو ویناوو کې ویلي ول چې هلته د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتو کې ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

دا راز د سیمې خلک پر پوځ نیوکه کوي چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام نه کوي.

د فبرورۍ پر پینځمه د شمالي وزیرستان د داوړو ولس پر حکومت غږ وکړ چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو خوندیتوب په پام کې ونیسي. دوی په په میرلي کې د امنیت په اړه د جرګې پر مهال وویل، که د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته نو په پراخ احتجاج لاس پورې کوي.

داوړو د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره دا غږ تر هغې وروسته پورته کړی دی چې څو ورځې وړاندې په حیدرخېلو کې یو ماشوم د هاوان د توغندي د لګېدو له وجې ووژل شو.

د داوړو مشران وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د وسلوالو پر ضد ډرون بریدونه پیل کړي دي چې پکې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله او مالي زیان رسي.

د میرلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، ځینو وسلوالو هم د فبرورۍ پر پینځمه په لاوډسپیکرونو اعلان وکړ چې نور به په میرلي کې بریدونه نه کوي. خو هلته فعالې تحریک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ډلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

حکومت او پوځ د شمالي وزیرستان د احتجاج کونکو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې په میرامشا کې پوځي او د میرلي ضلعي انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره یې د وسلوالو پر ضد کاروایانې تېزې کړې دي او هڅه کوي چې پکې عامو خلکو ته زیان و نه رسي.

XS
SM
MD
LG