د خیبر پښتونخوا له بنو تښتول شوي دوه کسان وسلوالو د فیبرورۍ پر نهمه وژلي دي.
د پولیسو او ځايي خلکو په وینا په هغو کسانو کې یو پولیس سرتېری او دویم عادي وګړی وو.
د بکاخېلو د پولیسو تاڼې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو د بکاخېلو منډۍ له سیمې دوه کسان تښتولي ول، چې وروسته یې د اتمانزۍ تاڼې په حدودو کې په ډزو وویشتل.
د ده په وینا، د وژل شوي سرتېري نوم ریاض الله و، او عام وګړی حبیب الله نومېده.
بلخوا، د پوځ د عامه اړیکو څانګې د فیبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته په یوه استولي بیان کې دعوه کړې، چې د بنو سره نېږدې په شمالي وزیرستان ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.
دوی نه دي ویلي، چې د دغو وژل شویو وسلوالو تړاو له کومې ډلې سره وو.
بلخوا، وسلوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.
د فیبرورۍ په اوومه، په بنو کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون پینځه تنه ووژل شول او پینځه نور ژوبل شول.
د بنو د پولیسو ویاند، خنظا الله، مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو د بنو فتح خېل د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه پولیس سرتېري ووژل شول او درې نور ژوبل شول.پر دغه پولیس پوسته وسله والو مخکې هم برید کړی و.
د ځایي خلکو او پولیس چارواکو په وینا، وسلوالو د بنو ګربز سیمه کې د امن کمیټۍ پر دفتر برید کړی، چې په کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي، خو د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.
د بېلابېلو ضلعو خلک شکایت کوي چې د عملیاتو پر مهال، مارټر ګولۍ د دوی پر کورونو غورځیږي او ځاني او مالي تاوانونه ور اړوي.
خلک دا ګیله هم کوي چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي.
تر دې مخکې، امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.