د بنو د سوداګرو ټولنې د مظاهرې له لارې له پولیسو د هغوی د سر او مال د تحفظ غوښتنه کړې ده.
د سوداګرو ټولنې غړو او مشرانو او ګڼ تاجرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه په بنو کې مظاهره وکړه، تر څو ساعتونو پورې یې بازار تړلی وو او و یې ویل چې حکومت دې په ښار کې امنیت باوري کړي.
مظاهرچیانو دعوه وکړه چې څوک چې د ناامنۍ پرضد غږ پورته کوي، ځورول کېږي، پولیس ورباندې چاپې وهي او دوکانونه یې هم لوټل کېږي.
د بنو یو سوداګر ذاکر خان بنګښ احتجاج ته په وینا کې وویل چې د هغه ورور او د بنو امن پاڅون کمېټۍ غړی ناصر خان بنګښ کور ته نه شي تللای ځکه چې پولیس یې د ګرفتارۍ هڅه کوي.
ده وویل چې څو ورځې مخکې یې وسلوالو په ښار کې د ورور دوکان هم لوټلی دی.
خپله ناصر خان بنګښ د فبرورۍ پر ۲۶مه پر فېسبوک په ویډیويي بیان کې وویل چې څو ورځې مخکې یې د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی وو او له هغه وخت راهیسې یې پولیس پر کور چاپې وهي.
دا په داسې حال کې ده چې په بنو کې د امن پاڅون مشرانو هم د فبرورۍ پر ۲۳مه دعوه کړې وه چې پولیسو یې پر پرلت چاپه وهلې ده، له هغه ځایه یې سامانونه وړي او یوشمېر غړي یې نیولي دي.
خو د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې پرلتوالو په ناقانونه توګه لارې تړلې وې نو ځکه یې د هغوی د منتشرولو لپاره کاروایي وکړه.
د امن پاڅون غړو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر لاریون وروسته د بنو زندان مخې ته پرلت وواهه.
د بنو اوسېدونکې او سیاسي فعالې نادیې خان مظاهرې ته وویل چې په ښار کې ناامني خورا زیاته شوې او کورونه دوکانونه او ماشومان یې محفوظ نه دي.
د بنو د پولیسو د ښار تاڼېدار ظهیر خان د فبرورۍ ۲۷مې مظاهرې ته ورغی او هلته یې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې پولیس به ژر د بنګښ د دوکان لوټونکي معلوم او ګرفتار کړي.
هغه د بنګښ د ګرفتارولو هڅو په اړه څه و نه ویل خو مظاهرچیانو ته یې ډاډ ورکړ چې پولیس یې د سر او مال د تحفظ او په ښار کې د امنیت هڅې کوي.
په بنو کې د فبرورۍ پر ۲۱مه د مظاهرې او پرلت ګډونوالو تور پورې کړی وو چې د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ صوبايي حکومت ورسره د تېر کال د جولای پر ۱۹مه د ناامنۍ پرضد تر ولسي پاڅون وروسته کړې وعدې له پامه غورځولې دي.
د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سیمې زرګونه اوسېدونکو په بنو او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پرضد پاڅون کړی وو. ګنډه پور وروسته احتجاج ته ورغی او د امنیت په اړه یې د هغوی ۱۶ غوښتنې ومنلې او د پوره کولو ژمنه یې وکړه.
ګنډه پور هغه مهال پرلتوالو ته په وینا کې ویلي ول چې د صوبې د لوړپوړو چارواکو یا اپېکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې پولیس به په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره د ټولو اقداماتو مشري کوي او پوځ به یې ملګرتیا کوي.
ګنډه پور دا هم ویلي ول چې حکومت د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د وړتیا زیاتولو لپاره پیسې بېلوي، د وسلوالو پرضد به پراخ پوځي عملیات نه کېږي، بلکې هدفي او بې توپیره اقدامات به کېږي او د کاروایانو پر مهال به ولسي وګړي به نه ځورول کېږي.