د شمالي وزیرستان د سوداګرو او ټرانسپورټرانو ټولنو له انتظامي او امنیتي چارواکو غوښتي دي چې پر غلام خان بندر دې ورته د ګاډو بارولو او ورڅخه د مالونو ښکته کولو اجازه ورکړي.
دوی د فبرورۍ پر شپږمه په میرامشا کې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستانه مال لېږدوونکي ګاډي مستقیماً د پاکستان نورو ښارونو ته ځي چې له وجې یې د شمالي وزیرستان په بازارونو کې کاروبار اغېزمن شوی دی او هلته د ځايي سوداګرو مالونه خرابېږي.
د سوداګرو د ټولنې مشر منصور داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل چې د دې وضعیت له کبله لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي دي: "موږ انتظامیې او پوځ ته خواستونه وکړل چې زموږ د روزګار غم دې وخوري. دلته د ضرب عضب عملیات تېر شوي او زموږ هېڅ روزګار نشته، دلته تر ۵۰ زرو پورې ځوانان بې روزګاره ګرځي، دوی به څه کوي؟"
غلام خان بندر شمالي وزيرستان او خوست له يو بل سره نښلوي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تجارت او تګ راتګ یو له مهمو لارو څخه ده.
د شمالي وزیرستان د ټرانسپورټرانو ټولنې مشر سید رحمان له انتظامیې وغوښتل چې پر غلام خان بندر دې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم وايي چې پر غلام خان بندر سوداګري ورځ تر بلې ښه کېږي. نوموړي د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې هم ګاډي بارېږي او ورڅخه مالونه ښکته کېږي خو هڅه کوي چې دا کار نور هم زیات شي چې په ځايي منډیانو کې کاروبار ښه شي.
د غلام خان بندر په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو له وجې تړل شوی وو خو ورباندې سوداګري په ۲۰۱۸ز کال کې بحاله شوه او پاکستاني سوداګر له هغې لارې له افغانستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره تجارت کوي.