د خیبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیسو او ځايي خلک وايي چې د مشکوکو وسلوالو پرضد د پوځ په عملیاتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمېشن کارخونې یو هغه کارکوونکی هم وژل شوی چې وسلوالو څه باندې دوه اونۍ مخکې له نورو کسانو سره تښتولی وو.
د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۲۵مه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسلوال او د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې یو تښتول شوی کارکوونکی ووژل شول.
له تښتول شویو څخه یې د یو کس ورور محمد صبور خان مشال راډیو ته وویل چې پوځ د هغې ضلعې په غرییزه سیمه کې له جېټ الوتکو بمباري کړې چې پکې د کارخونې کارکوونکی ریحان الله او درې مشکوک وسلوال ووژل شول.
دی وايي، ځايي خلک غره ته ورغلل او له هغه ځایه یې د ریحان الله مړی د هغه کور ته یووړ.
د پاکستان پوځ لا د پولیسو د چارواکي او خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه ویلي. البته پوځ د جنورۍ پر ۲۵مه په بیان کې په لکي مروتو، کرک او خیبر کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
پوځ ویلي ول چې په لکي مروتو کې یې په عملیاتو کې ۱۸ مشکوک وسلوال وژلي دي. خو دا لا روښانه نه ده چې ایا پوځ هم هغه عملیات یادوي چې پولیسو او ځايي اوسېدونکي یې په اړه مشال راډیو ته تفصیل ورکړی دی او که څنګه.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې د عملیاتو ځای هم نه وو یاد کړی او خپلواکو سرچینو یې هم لا دعوه نه ده تایید کړې.
له دې پرته، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، چې د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخانې د کارکوونکو د تښتولو ذمه واري یې منلې وه، هم پر دې موضوع څه نه دي ویلي.
محمد صبور خان مشال راډیو ته وویل چې د تښتول شویو کورنیو په ویر دي او له حکومت او پوځه غوښتنه کوي چې تښتول شوي کسان دې روغ رمټ ازاد کړي.
پولیس وايي چې د امنیتي ځواکونو او پولیسو سرتېري د پاتې کسانو د خوشې کولو هڅه کوي.
د ټي ټي پي وسلوالو د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی وو.
تر دې څو ساعته وروسته پوځي او پولیس چارواکو وویل چې اته تنه یې له وسلوالو خلاص کړي دي. چارواکو ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال په ډزو کې درې کارکوونکي برسېرن ټپي شول، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې ایا په هغه کاروایۍ کې وسلوالو یا سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه او که نه.
ټي ټي پي د چارواکو د دعوو په غبرګون کې رسمي بیان نه وو ورکړی خو هغې وسلوالې ډلې ته نېږدې سرچینو رسنیو ته په استولیو پیغامونو کې ویلي ول چې هغه اته کسان یې خپله خوشې کړي ول او نور یې له ځان سره ساتلي دي.
د ټي ټي پي وياند محمد خراساني د جنورۍ پر نهمه رسنيو ته په لېږدولي بیان کې ويلي ول چې د اټومي انرژۍ د کارخونې کارکوونکي يې د وژلو لپاره نه، بلکې د ځينو غوښتنو پوره کولو لپاره تښتولي دي.
نوموړي زياته کړې وه چې حکومت او پوځ دې یې نيول شوي ملګري خوشې کړي او د تښتول شويو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره دې له عملياتو ډډه وکړي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې وه چې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر په پیل کې وسلوالو د لکي مروتو له تنګې درې (دره تنګ) سره نېږدې د امنیتي ځواکونو پر قافلې حمله کړې وه چې پکې یې پینځه سرتېري ژوبل کړي ول.
پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د سرتېرو قافله له کرکه د لکي مروتو په قبول خېلو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د اورانییمو کارخونې ته روانه وه چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په جنوبي ضلعو کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي. د جنورۍ پر ۲۴مه وسلوالو په جنوبي وزیرستان او ټانک کې پینځه پولیس وتښتول. داراز، د جنورۍ پر ۱۴مه په ټانک کې وسلوالو یو مرستیال انجینر وتښتاوه. د هغو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.