د شمالي وزیرستان انتظامیې او ځايي خلکو په وینا، د میرلي په بړوخېلو کې تېره شپه (د جنورۍ پر ۲۳مه) د پاکستان پوځ د ډرون برید په ترڅ کې یو کس وژل شوی او څلور تنه ژوبل شوي دي.
دوی وايي چې ډرون، چې ځايي خلک ورته ډرون کېمره وايي، په سیمه کې توغندي ویشتي دي. دغه توغندي د یو کور حجره په نخښه کړې ده.
د ځايي خلکو په وینا، وژل شوی او ژوبل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. ژوبل کسان د میرعلي روغتون ته وړل شوي دي.
بل خوا پوځي چارواکي ادعا کوي چې په دغه برید کې ځايي وسلوال قوماندان زیاب وژل شوی او د هغه د کورنۍ نور کسان ژوبل شوي دي. خو د میرلي بړوخیلو یو شمېر اوسېدونکو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، مشال راډیو ته ویلي چې ټول وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ځایي خلکو د یوې کورنۍ غړي دي.
میرلي کې د جنورۍ پر ۲۲مه هم ځايي خلکو ویلي ول چې د میرلي بازار د هرمز سکول سره نېږدې د ډرون له لوري ویشتل شويو توغنديو د میرلي د حیدر خېلو او هرمز پینځه عام کسان ژوبل کړي ول، چې وروسته یې میرلي روغتون ته لېږدولي ول.
د میرلي داوړ قبیلې ټولو خېلونو د تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې جرګې او لاریونونه کړي دي او تور یې پورې کړی چې د وسلوالو پر ضد د ډرون او نورو بریدونو په ترڅ کې ځايي خلکو ته د مرګژوبلې خطر زیات شوی دی.
دا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين هم د پاکستان پوځ له لوري پر ډرون بریدونو سختې نیوکې کړي دي.
د جنورۍ پر ۱۹مه هغه په یوه وینا کې وویل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو "له قبایلي ضلعو د ډرون بریدونو او بمونو غورځولو تجربه ګاه جوړه کړې ده".
تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د داوړو جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د پوځ له خوا پر ولسي کورونو د ډزو، هاوان مرميو او ډرون توغولو په نتيجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام ولس ته مرګژوبله اوړي.
پر دې سربېره په خیبر او مومندو کې هم خلک شکایت کوي چې له وسلوالو سره د نښتو پر مهال ولسي خلکو ته زيانونه اوړي او ځینې خلک له ویرې له سیمې کډې کوي.
جمعیت علمای اسلام (ف) د شمالي وزیرستان غړو او مشرانو د جنورۍ پر ۱۲مه په میرامشا کې د احتجاج په مهال پر پوځ غږ کړی وو چې له هغو ټولو کارونو ډډه وکړي چې له کبله یې خلک پر کډو کولو مجبور شوي دي.
بل خوا په میرامشاه کې لوړپوړو پوځي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات ګړندي کړي، خو د عامو خلکو د خوندیتوب خیال پکې ساتل کېږي.
چارواکي وایي چې په میرلي کې يې پراخ عملیات نه دي پیل کړي او نه یې چا ته د کورونو یا سیمو پرېښودو ویلي دي.