د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د بنو پر پرلت چاپه وهلې او یوشمېر کسان یې نیولي دي


په بنو کې ګڼو خلکو د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې پرلت وهلی دی.
په بنو کې ګڼو خلکو د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې پرلت وهلی دی.

په بنو کې د امن پاڅون مشران وايي، پولیسو یې پر پرلت چاپه وهلې ده، له هغه ځایه یې سامانونه وړي او یوشمېر غړي یې نیولي دي.

د پرلت یو مشر ملک موېز خان د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې مشرانو یې له حکومتي چارواکو سره مذاکرات کول خو پر دې سربېره پولیسو ورباندې چاپه وهلې ده.

د امن پاڅون غړو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر لاریون وروسته د بنو زندان مخې ته پرلت وواهه.

دوی تور پورې کوي چې د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ صوبايي حکومت ورسره د تېر کال د جولای پر ۱۹مه د ناامنۍ پرضد تر ولسي پاڅون وروسته کړې وعدې له پامه غورځولې دي.

دوی وايي، هغه وخت یې صوبايي حکومت د ناامنۍ پرضد د شوي پراخ احتجاج پر مهال ۱۶ غوښتنې منلې وې خو تر اوسه یې یوه هم نده پوره کړې.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پرلتوالو په ناقانونه توګه لارې تړلې وې نو ځکه یې د هغوی د منتشرولو لپاره کاروایي وکړه.

د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سیمې زرګونه اوسېدونکو په بنو او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پرضد پاڅون کړی وو. ګنډه پور وروسته احتجاج ته ورغی او د امنیت په اړه یې د هغوی ۱۶ غوښتنې ومنلې او د پوره کولو ژمنه یې وکړه.

ګنډه پور هغه مهال پرلتوالو ته په وینا کې ویلي ول چې د صوبې د لوړپوړو چارواکو یا اپېکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې پولیس به په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره د ټولو اقداماتو مشري کوي او پوځ به یې ملګرتیا کوي.

ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

هغه دا هم ویلي ول چې حکومت د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د وړتیا زیاتولو لپاره پیسې بېلوي، د وسلوالو پرضد به پراخ پوځي عملیات نه کېږي، بلکې هدفي او بې توپیره اقدامات به کېږي او د کاروایانو پر مهال به ولسي وګړي به نه ځورول کېږي.

پرلتوال وايي، حکومت ورسره هغه مهال وعده کړې وه چې پر ملګرو يې د پاڅون پر مهال جوړې شوې مقدمې هم ختموي خو دا کار هم تر اوسه نه دی شوی.

ملک موېز خان مشال راډیو ته وویل چې د امن پاڅون کمیټۍ غړی عبدالصمد خان یې نیولی دی او پر بېلا بېلو جېلونو یې ګرځوي.

ملک مویز خان زیاته کړه چې د بنو د زندان مخې ته پیل کړی پرلت به یې تر هغه وخته روان وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پرلتوالو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو په بنو کې د پولیسو یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه درلودلو له کبله، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته د فبرورۍ په ۲۱مه ویلي ول چې له پرلت کوونکو سره په شویو غوښتنو کې زیاتره پوره شوې دي.

ده وویل چې په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو په موخه پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد کارروايۍ توندې کړې دي.

هغه دا هم وویل چې په نیولو شویو کسانو په محکمو کې مقدمې روانې دي او د هغې لپاره باید د عدالت لاره خپله شي.

XS
SM
MD
LG