د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کوي


د پاکستان د پوځ سرتیري په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان د پوځ سرتیري په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر شپږمه په یو بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر پینځمه او شپږمه په حسن خېلو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پکې د نښتې پر مهال یو امنیتي سرتېری هم ووژل شو.

ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې وژل شویو مشکوکو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای او وسلوالو یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د جنورۍ پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې په عملیاتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

شمالي وزیرستان له امنیتي پلوه، د خیبر پښتونخوا له نا ارامو سیمو څخه ګڼل کېږي چې پکې وسلوال وخت په وخت پر ولسي خلکو او امنیتي کسانو هدفي بریدونه کوي. د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په ځوابي بریدونو کې ګڼو وسلوالو ته د مرګژوبلې ور اړولو ادعا کوي.

په ورته وخت کې د سیمې خلک پر پوځ نیوکه کوي چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام نه کوي.

د فبرورۍ پر پینځمه د شمالي وزیرستان د داوړو ولس پر حکومت غږ وکړ چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو خوندیتوب په پام کې ونیسي. دوی په په میرلي کې د امنیت په اړه د جرګې پر مهال وویل، که د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله واوښته نو په پراخ احتجاج لاس پورې کوي.

داوړو د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره دا غږ تر هغې وروسته پورته کړی دی چې څو ورځې وړاندې په حیدرخېلو کې یو ماشوم د هاوان د توغندي د لګېدو له وجې ووژل شو.

د داوړو مشران وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د وسلوالو پر ضد ډرون بریدونه پیل کړي دي چې پکې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله او مالي زیان رسي.

د میرلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، ځینو وسلوالو هم د فبرورۍ پر پینځمه په لاوډسپیکرونو اعلان وکړ چې نور به په میرلي کې بریدونه نه کوي. خو هلته فعالې تحریک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ډلو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

بلخوا په میرامشا کې پوځي او د میرلي ضلعي انتظامي چارواکو د فبرورۍ پر پینځمه نېټه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره یې د وسلوالو پر ضد کاروایانې تېزې کړې دي او هڅه کوي چې پکې عامو خلکو ته زیان و نه رسي.

XS
SM
MD
LG