د خیبر پښتونخوا له شمالي وزیرستانه بې کوره شوي کډوال وايي، چې د اېف سي سرتېرو په ډزو د وژل شوي ماشوم د وژنې ضد احتجاج ته دوام ورکوي.
په بکاخېلو کې مېشت کډوالو احتجاج وروسته له هغې پیل کړ چې د جنورۍ په ۳۱مه د ایف سي ځواک سرتېرو په ډزو د کډوالو د کېمپ یو ماشوم وواژه او بل یې ژوبل کړ.
کډوالو بنو-میرامشاه سړک تړلی، او د وژل شوي ماشوم مړی یې پر سړک ایښی دی.
دوی وايي، چې اېف سي ځواک د وسلوالو د لټون په نوم چاپه ووهله او د ډزو په مهال یې هغه مرګژوبله واړوله.
د مداخېل قبیلې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، ډاکټر ګل عالم احتجاج ته خپله وینا کې وویل، چې حکومت که حتی په خپله غېږه کې خلکو ته تحفظ نه شي ورکولې. هغه وویل چې د ۱۱ کلونو راهیسې کډوال خپلو سیمو ته هم نه پرېښودل کېږي.
بکاخېل کډوالو کیمپ په بنو کې په ۲۰۱۴ز کال کې هغه مهال جوړ شو، چې د شمالي وزیرستان څخه خلک د ضرب عضب په نامه د پوځي عملیاتو له امله بېځایه شول. د اپرېشن په مهال لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې هم مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
د احتجاج یو بل ګډونوال، اسلم وزیر، وویل، چې بکاخېل نوی کیمپ هغه کډوال دي، چې په وروستیو کې له افغانستانه هلته ورستانه شوي دي.
هغه وویل، احتجاج یې ځکه پیل کړی چې د وژل شوي ماشوم لپاره عدالت وغواړي. هغه وویل چې تر څو انصاف ترلاسه نه کړي، احتجاج نه ختموي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ زکیم وزیر چې هغه احتجاج ته ورغلی وو، په خپل فیسبک لیکلي دي چې د وژل شوي ماشوم نوم محمد وو او هغه اته کلن وو.
د میرامشاه پوځي چارواکو، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل، چې هلته وسلوال پټ شوي ول او د هغوی پر ضد د عملیاتو په مهال ورڅخه په غلطۍ کې هغه ماشوم لګېدلی دی. هغه چارواکي وویل چې له کډوالو سره اړیکه نیول شوې، او هغوی ته د انصاف ډاډ ورکړل شوی دی.
د شمالي وزیرستان او بنو ضلعي انتظامیې، اسسټنټ کمشنران، او نور چارواکي هم له کډوالو سره لیدلي. چارواکي وايي، چې احتجاج کوونکي به مطمین کړي او دوی ته به انصاف ورکړل شي.
خو احتجاج کوونکي وايي، تر څو چې دوی مطمین نه وي، او راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره دایمي ډاډ نه وي ورکړل شوی، احتجاج ته به دوام ورکوي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي، خو د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.
د بېلابېلو ضلعو خلک شکایت کوي چې د عملیاتو پر مهال، مارټر ګولۍ د دوی پر کورونو غورځیږي او ځاني او مالي تاوانونه ور اړوي. خلک دا ګیله هم کوي چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د تېر کال ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.
تر دې مخکې، امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.