د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمال وزیرستان کې ۲ نور کسان په هدفي برید کې وژل شوي دي


په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ګاډي له یوه پله تېریږي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ګاډي له یوه پله تېریږي ـ پخوانی انځور.

ناپېژندليو وسلوالو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې دوه کسان په هدفي برید کې وژلي دي.

د میرعلي د پولیس تاڼې یو چارواکي او ځینې ځایي اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې د جنورۍ پر ۲۶مه، په لومړۍ پېښه کې د میرلي د حیدر خېلو د بړو خېلو سیمې یو ځایي مشر خالد خان مخ پټو وسلوالو په موسکي سیمه کې وژلی دی.

د دوی په خبره، هم تېره ورځ په حیدر خېلو کې په یو بل هدفي برید کې سراج الله نومي کس وژل شوی دی.

پولیس وايي چې د دواړو پېښو مقدمې یې د نامعلومو وسلوالو پر ضد درج کړې دي.

په روان کال کې دا د هدفي بریدونو ۱۰مه پېښه ده، چې نهه یې د میرعلي په حیدر خېلو، موسکي، بړو خېلو، او میرلي بازار کې شوې دي.

شمالي وزیرستان د تېرو خواوشا دوه نیمو کلونو راهسې د هدفي وژنو میدان ګرځېدلی دی. هلته تر ټولو زیاتې هدفي وژنې په میرلي کې شوي دي.

د جنورۍ پر ۲۴مه د میرلي په حیدرخېلو کې وسلوالو د سيمې درې ځوانان په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
تر دې مخکې، د جنورۍ پر ۲۰مه، د میرلي په سپین وام کې هم یو ښوونکی په هدفي برید کې وژل شوی وو.

د جنورۍ پر اتمه هم وسلوالو په میرلي کې په دوو جلا جلا هدفي بریدونو کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې غړی شمیم الله او د حېدرخېلو يو اوسېدونکی فرمان الله وژلی وو.

تر هغه مخکې، د نوي کال په لومړۍ اونۍ کې هم په شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.

په ۲۰۲۴ز کال په شمالي وزيرستان کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ شمېر قبایلي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو غړي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ ترمخه ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.

رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG