د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو ۳ کسان وژلي دي


په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي ـ پخوانی انځور.

ناپېژندليو وسلوالو نن (د جنورۍ پر ۲۴مه) د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي برید کې وژلي دي.

پولیس او ځايي اوسېدونکي وايي چې د شمالي وزیرستان د ميرلي په حیدرخېلو کې نن (د جنورۍ پر ۲۴مه) وسلوالو د هغې سيمې درې ځوانان په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د ضلعي انتظامیې یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، مشال راډیو ته د درو ځوانانو وژل تایید کړل او ويې ويل چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

د حیدرخېلو د اوسېدونکو په خبره، وژل شوي ځوانان جاسیم الله، سید ملوک، او انضمام نومېدل، چې د يو بل خپلوان ول.

په شمالي وزیرستان کې سږ کال دا د هدفي وژنو اوومه پېښه ده.


تر دې مخکې، د جنورۍ پر ۲۰مه، د میرلي په سپین وام کې هم یو ښوونکی په هدفي برید کې وژل شوی وو.

د میرلي تاڼې پولیسو د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي ول چې وژل شوی تن عطاالرحمن نومېده چې د طوري خېلو اوسېدونکی او د يو سرکاري ښوونځي استاد وو، او څو ورځې وړاندې وسلوالو تښتولی وو.

د ننۍ او له دې مخکې وژنو ذمه واري لا چا نه ده منلې. بلخوا پولیسو د تېر په څير دا ځل هم وویل چې د "نامعلومو" کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر اتمه هم وسلوالو په میرلي کې په دوو جلا جلا هدفي بریدونو کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې غړی شمیم الله او د حېدرخېلو يو اوسېدونکی فرمان الله وژلی وو.

تر هغه مخکې، د نوي کال په لومړۍ اونۍ کې هم په شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.

په ۲۰۲۴ز کال په شمالي وزيرستان کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ شمېر قبایلي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو غړي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ ترمخه ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.

رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG