د خیبر پښتونخوا د لکي مروت پولیس وايي چې په دوو جلا،جلا پېښو کې د وسلوالو یو مهم قومندان او د جومات امام وژل شوي دي.
د لکي مروتو د سټي تاڼې د فبرورۍ پر درېیمه مشال رېډیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې پولیسو د منتظر اشنا په نوم د وسلوالو يو مهم قومندان ریحان الله وژلی دی.
بیان زیاتوي چې دا وسلوال په منجیواله کې د هغو عملیاتو پر مهال وژل شوی چې مشري یې د ضلعې د پولیسو مشر محمد جواد اسحاق کوله.
د پولیسو په دعوه، وژل شوی وسلوال د پوځ د یو افسر عارف الله په ګډون یو شمېر هدفي بریدونو کې د لاس لرلو له کبله دوی ته مطلوب وو. وسلوالو په دې اړه لا څه نه دې ويلي او نه هم خپلواکو سرچينو د پوليسو دا دعوه تصديق کړې ده.
بلخوا د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، د فبرورۍ پر درېيمه ماښام د ثناالله خان په نوم د یو جومات امام وسلوالو د لمانځه له منځه را ايستلی او په ډزو یې وژلی دی.
چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.
لکي مروت په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا یو له تر ټولو ناامنه سیمه ګڼل کېږي. هلته خلکو د ناامنیو پرضد پراخ احتجاجونه هم کړي دي.
په دا وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.
د جنورۍ پر ۲۹مه، د شمالي وزيرستان په میرلي کې کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ جګړه کې د پوځ د يو مېجر په ګډون دوه پوځيان ووژل شول او يو ژوبل شو.
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.