د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۲ پوځيان وژل شوي، ۱ ژوبل دی


په خيبر پښتونخوا کې د ناامنيو په وروستيو پېښو کې يوشمېر امنيتي ځواکونو ته مرګژوبلې اوښتې دي. انځور له ارشيفه
په خيبر پښتونخوا کې د ناامنيو په وروستيو پېښو کې يوشمېر امنيتي ځواکونو ته مرګژوبلې اوښتې دي. انځور له ارشيفه

د شمالي وزيرستان امنیتي او انتظامي چارواکو ويلي دي چې د ميرلي د خدي عيدک مينځنۍ سيمه کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ جګړه کې د پوځ د يو مېجر په ګډون دوه پوځيان وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

چارواکو د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته زياته کړه چې د تېرې شپې د جګړې پر مهال څلور وسلوال هم وژل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي چې پوځ په هغه سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پرضد عمليات کول چې دا مرګژوبله ور واوښته.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د جنورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر هغه وړاندې هم پوځ د جنورۍ پر ۲۵مه په خپاره کړي بيان کې د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو خيبر، لکي مروت او کرک کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ ترمخه ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.

رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.

XS
SM
MD
LG