په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو تر وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوی ده. لومړنی ګرځبندیز د میرلي عیدک سیمې کې د مارچ پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته لګول شوی و. د پوځي چارواکو په وینا، دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.
د مارچ پر اوومه ولسمشر ته په لیکلي لیک کې اېمل ولي خان لیکلي چې په خیبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پکې ولس ته په زیاته کچه مرګژوبله اوړي
پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسوليت د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی دی. پوځ په بیان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس تور پورې کړی دی چې په برید کې "افغان وګړي" هم "شامل" ول او دا چې حمله "په افغانستان" کې د "خوارجو" مشرانو "پلان کړې" وه.
په تورخم کې د پاکستان د ملېشې ځواک خیبر رایفلز یو افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دواړو لوریو ترمینځ نښته د مارچ پر پینځمه غرمه مهال شوې ده.
په بنو کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه د روژه ماتې پر وخت لومړی دوو ځانمرګو بريدګرو د بارودو ډک جلا جلا ګاډي د چاوڼۍ په دېوال کې ووهل او وروسته پينځه نور وسلوال چاوڼۍ ته داخل شول او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې.
په تورخم کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (اېف سي) یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه سهار مهال، يو ځل بیا دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې. د هغه په وينا، پر دې مهال سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
نور وښیئ