په بنو کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه د روژه ماتې پر وخت لومړی دوو ځانمرګو بريدګرو د بارودو ډک جلا جلا ګاډي د چاوڼۍ په دېوال کې ووهل او وروسته پينځه نور وسلوال چاوڼۍ ته داخل شول او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې.
په تورخم کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (اېف سي) یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه سهار مهال، يو ځل بیا دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې. د هغه په وينا، پر دې مهال سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
په تورخم کې یو پاکستاني امنیتي چارواکي، له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر دویمه د پاکستان د امنیتي او د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمینځ غونډه د سهار له ۱۰ بجو راهیسې روانه وه چې ماسپښین مهال بې نتیجې پای ته ورسېده.
د عوامي نیشنل ګوند مخکښ ميا افتخار حسین د مارچ په لومړۍ نېټه په نوښار کې د حقانیه مدرسې د وژل شوي نایب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني په فاتحه کې د وينا په وخت وويل چې پاکستان بايد د وسلوالو ترمینځ "د ښه او بد" توپير بند کړي.
په تورخم کې د پاکستان یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د وره بیا پرانیستو په لړ کې لا هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د لارې تړلو یوه اونۍ پوره شوې ده.
نور وښیئ