د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په کوهاټ کې ۲ پولیس والا وژلي دي


د کوهاټ پولیس د لټون په مهال
د کوهاټ پولیس د لټون په مهال

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ (کواټ) ضلعه کې ناڅرګنده وسلوالو د مارچ پر لسمه، د پوليسو ۲ سرتېري په ډزو وژلي دي.

د کوهاټ پولیسو رسنيوو ته په لېږلي يو بیان کې ويلي چې وژل شوي سرتېري سب انسپیکټر غلام مصطفی او حوالدار زاهد الرحمن نومېدل چې د ترهګرې ضد ځواک غړي وو. د پولیسو په وينا وژل شوي سرتېري له خپل کلي، بړو څخه کوهاټ ښار کې خپل دفتر ته پر موټر سايکل روان ول چې تانده ډېم سره نیږدې ورباندې وسله والو ډزې وکړې.

د پولیسو بیان زیاتوي‌ چې په سرکاري مراسمو کې تر جنازې وروسته، د وژل شويو پولیسو مړي‌ خپلو کليو ته ولېږل شول. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغې حملې ذمه واري نه ده منلې.

د پاکستان کورنيوو چارو وزير محسن نقوي له دغې پېښې وروسته په خپاره کړي‌بیان کې برید غندلی او د سرتېرو قربانۍ یې ستايلي دي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به یې روانه وي.

په تېرو څو مياشتو کې د کوهاټ په ګډون د خیبرپښتونخوا په ګڼو ضلعو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي. د مارچ پر نهمه، له کوهاټ‌ سره نېږدې په کورمه کې وسله والو پر امنيتي ځواکونو حمله کې، ۳ اېف سي سرتيري ووژل او ۴ نور یې ژوبل کړل.

د پوليسو يو چارواکي چې له رسنيوو سره يې د خبرو اجازه نه درلودو له امله مشال راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې وسله والو د ټيکري پټې سره نېزدې په باغ کې پر امنيتي سرتېرو حمله وکړه او هغه مرګ ژوبله یې واړوله. د هغه په وينا وسله والو راکټونه او سپکې وسلې کارولې دي. د هغه برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

په دې وروستيوو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څيړونکې ادارې، چې د بریدونو شمېرې راغونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې د فرروۍ په میاشت کې ۷۹ حملې شوې دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وې.

د راپور ترمخه، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په همدې حال کې د پاکستان پوځ خپلو عمليات ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد مېشته هغې ادارې په راپور کې ويل شوي‌ چې امنيتي ځواکونو د فرورۍ په میاشت کې ۱۶۶ مشکوک وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG