پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې په بر جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځي د توپخانو د استعمال له وجې په ځنګلونو اورونه لګېدلي دي.
په سره روغه کې د پي ټي اېم مشر شهزاده مسيد د مارچ پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې پوځ په تېرو څو ورځو کې د کوټکي، تيارزې، کړمې، مکين او شکتوی پر غرونو مارټر ګولۍ ورولې چې له وجې يې ځنګلونو اور اخيستې او قيمتي ونې سوځېدلې دي.
په کوټکۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوغړي رحمت شاه مسيد هم له مشال راډيو سره په خبرو کې د سيمې پر ځنګلونو د اور لګېدو پېښې تاييد کړې او زياته يې کړه چې د نښتر، سرپ او څېړۍ په څېر قيمتي او زړې ونې د فنا کېدو له خطر سره مخاخې دي.
د پي ټي اېم دې غړيو پر ضلعي انتظاميې غږ وکړ چې له پوځ سره خبره وکړي او د سيمې پر ځنګلونو د مارټر ګولو له ويشتلو يې منع کړي.
په دې اړه د پاکستان پوځ او ځايي انتظامیې څه نه دي ويليخو بر جنوبي وزيرستان کې د ځنګلاتو محکمې يو افسر عرفان مسيد وويل چې اور اکثره وخت د خلکو د بې غورۍ له وجې لګي چې د ځنګل په وچو وښو کې بل ماچس يا سګرېټ غورځوي. نوموړي په تېرو نيږدو ورځو کې د بر جنوبي وزيرستان پر يوه ځنګله د اور لګېدو يوه پېښه تاييد کړه، خو زياته يې کړه چې عمله يې پر وخت ورسېده او اور يې مړ کړ.
د بر جنوبي وزيرستان خلکو تر دې مخکې هم داسې تورونه پورې کړي دي. خو مسید وايي چې په کره ډول پر ځنګلونو د اور پورې کېدو علت نه دی معلوم شوی.