هغه زیاته کړه چې په مالونو بار په سلګونو ګاډي په څنارک او مناتو سيمو کې ایسارې شوې دي او امنیتي ځواکونه يې مخکې تلو ته نه پرېږدي.
د تورخم دروازه نن د فبرورۍ پر ۲۵مه هم تړلې پرته ده او ښايي د خلاصېدو په اړه يې د چارواکو ترمینځ بیا خبرې وشي.
هغو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه، د "کنټونمنټ بورډ نامنظور تحریک" تر چتر لاندې جرګه کې پرېکړه وکړه، چې په کبل تحصیل کې د پوځي چاوڼۍ په خوا کې د کنټونمنټ بورډ جوړولو پروژه عملي کېدو ته پرېنږدي.
دا څرګندونې هغوی د فېبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې د “کسان کنوېنشن” په نوم غونډې ته په ويناو کې کړې دي
د سیمې لسګونه اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې په سیمه کې دې عملیات بند کړي او نیولي "بېګناه" کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سیمې زرګونه اوسېدونکو په بنو او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پرضد پاڅون کړی وو. ګنډه پور وروسته احتجاج ته ورغی او د امنیت په اړه یې د هغوی ۱۶ غوښتنې ومنلې او د پوره کولو ژمنه یې وکړه.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوي؟
پاکستانیو امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه پورې غاړې ته د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله ور وتاړه چې ورسره سم سوداګري ودرېده او سرکاري دفترونه تړلي پراته دي.
ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي چې له تېرو اته میاشتو راهیسې ورته تنخا نه ده ورکړل شوې، ځکه یې د او پي ډي د مریضانو درملنه بنده کړې. دوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنه یې ونه منل شي، نو د اېمرجنسي درملنې نه به هم لاس واخلي.
د پرلت مشران وايي چې د صوبې اعلا وزیر او ایپکس کمیټۍ له دوی سره د ۲۰۲۴م کال د جولايي پر ۱۹مه کړې وعدې نه دي پوره کړې.
نور وښیئ