د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو د جانيخېلو مخور ملک زردلام خان په ډزو وژلی


د جانیخېلو ولس د بدامنۍ، هدفي وژنو او پوځي عملیاتو خلاف وخت په وخت پرلت وهلی: انځور له ارشیفه
د جانیخېلو ولس د بدامنۍ، هدفي وژنو او پوځي عملیاتو خلاف وخت په وخت پرلت وهلی: انځور له ارشیفه

پولیس او ځايي خلک وايي نامعلومو وسلوالو په جانيخېلو کې یو قبایلي مشر ملک زردلام خان په هدفي برید کې وژلی دی.

د سیمې اوسیدونکو د مارچ په اوومه مشال راډیو ته وویل چې ملک زردلام خان د جانيخېلو په سیند ټانګه سیمه کې د مخ پټو وسلوالو لخوا په رڼا ورځ او د خلکو مخکې په ډزو ووژل شو او بیا وسلوال پر خپله مخه ولاړل.

تر دې مهاله د برید زمه واري چانه ده قبوله کړې او پولیس وايي، د نامعلومو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

د ملک زردلام خان کورنۍ د جانيخېلو یوه پېژندل شوې کورنۍ ده چې د وسلوالو خلاف یې وخت په وخت خپل غږ پورته کړی دی.

د هغه پلار ملک تختي خان نومیده چې په ۲۰۰۷م کال کې وسلوالو په ډزو وژلی وو. ځايي خلک دا هم وايي چې د یادې کورنۍ ځیني نور غړي هم تر دې وړاندې وسلوالو وژلي دي.

جانېخېلو کې وسلوالو تر دې وړاندې هم ډېری قامي مشران په ورته ډول په هدفي بریدونو کې وژلي دي. د سیمې خلکو وخت په وخت د بدامنۍ، هدفي وژنو او پوځي عملیاتو خلاف مظاهرې کړي او پرلتونه یې وهلي دي او له حکومته یې غوښتي دي چې د سیمې امنیت دې سم او د خلکو ژوند دې خوندي کړي.

په تېرو دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاه شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

XS
SM
MD
LG