د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي پر بنو چاوڼۍ په برید او نښته کې ۱۶ مشکوک وسلوال او ۵ سرتېري وژل شوي دي


په بنو کې پر چاوڼۍ په ځانمرګو حملو کې د نېږدې کورونو دېوالونه او چتونه ړنګ شول - د مارچ پینځمې انځور.
په بنو کې پر چاوڼۍ په ځانمرګو حملو کې د نېږدې کورونو دېوالونه او چتونه ړنګ شول - د مارچ پینځمې انځور.

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې یې پر چاوڼۍ تر برید وروسته په نښته کې د "څلورو ځانمرګو بریدګرو" په ګډون "ټول ۱۶" مشکوک "وسلوال" وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې په "سخته نښته" کې "پینځه سرتېري" هم وژل شوي دي.

پوځ دا بیان تر هغې څو ساعته وروسته خپور کړی دی چې د مارچ پر څلورمه وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ.

هغه مهال یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې دوو ځانمرګو بریدګرو د روژه ماتي پر وخت له بارودو ډک ګاډي د چاوڼۍ له دېوال سره ووهل او بیا پینځه وسلوال چاوڼۍ ته ننوتل او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې پیل کړې. هغه دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو په ځوابي کاروایۍ کې پینځه واړه وسلوال ووژل او زیاته یې کړه چې په پېښه کې سرتېرو ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

د پاکستان پوځ د مارچ پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې په ځانمرګو بریدونو کې د چاوڼۍ بهرنی دېوال "جزوي ړنګ" شوی دی او ورسره نېږدې "بېخبنا (انفراسټرکچر) زیانمن شوی" دی.

ای اېس پي ار وايي چې په هغو چاودنو کې چاوڼۍ ته نېږدې یو جومات او رهایشي ودانیو ته "زښت زیان" رسېدلی او پکې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۲ ژوبل دي.

تر دې مخکې د بنو پولیسو او د ضلعي روغتون چارواکو د مارچ پر څلورمه شپې مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې په ځانمرګو بریدونو کې د یوشمېر کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړي ووژل او ۳۰ تنه ژوبل شول.

پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسوليت د "جيش فرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی دی.

د بنو په برید کې وژل شوي خاورو ته سپارل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:19 0:00

پوځ په بیان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس تور پورې کړی دی چې په برید کې "افغان وګړي" هم "شامل" ول او دا چې حمله "په افغانستان" کې د "خوارجو" مشرانو "پلان کړې" وه.

د پاکستان پوځ د "خوارجو" اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ورسره د ملګرو او ورڅخه جلا شویو ډلو لپاره کاروي.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان پوځ د دعوې او تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې یې هېڅ وسلوالې ډلې ته پټنځای نه دی ورکړی او دا چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې دا ټینګار هم کړی دی چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

په همدې حال کې د مارچ پر پینځمه په بنو کې سلګونه کسانو د وژل شویو ولسي وګړو په جنازه کې ګډون وکړ او مړي یې خاورو ته وسپارل.

بنو کې سلګونه خلکو د وژل شویو جنازه کې ګډون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز برید کېږي. د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۱۵مه سهار وختي په بنو کې د پوځ د چاوڼۍ مخې ته له چاودېدونکو موادو ډک ګاډي ته چاودنه ورکړه او بیا دننه ورغلل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه.

د پاکستان پوځ تر هغه بريد يوه ورځ وروسته ويلي ول چې اته سرتېري يې وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر ۱۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د بريد پر مهال يې ټول ۱۰ وسلوال وژلي دي.

بلخوا امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې په هغه بريد کې ۸۸ کسان ژوبل شوي هم ول. په ژوبلو کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي ول.

چارواکو زياته کړې وه چې د هغه بريد پر مهال دوه ولسي وګړي هم وژل شوي ول.

د هغه بريد مسوليت هم "جيش فرسان محمد" وسلوالې ډلې منلی وو. خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی. البته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځ ادعا رد کړې وه.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د دې تر څنګ، د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG