دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان د مارچ پر ۲۱مه کابل ته ورسېد
په تورخم کې د پاکستاني لوري د امیګرېشن (مهاجرت) یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ پر ۲۱مه د پولې په انتظامي سسټم کې د تخنیکي خرابۍ له امله مساپرو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تګ راتګ وکړي.
د مندوریو یو ولسي مشر کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، له سیمې څخه د کډو کولو بهیر له تېرو درو ورځو راهیسې روان دی او تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ منځنۍ کورمې او ټل ته تللې دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د کیپټن حسنین اختر په مشرۍ د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه."
دا په داسې حال کې ده چې د وتېزیو قبیلې د یوشمېر سیمو خلکو ته تر عملیاتو مخکې له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره درې ورځنی حکومتي مهلت (ضرب الاجل) د مارچ پر ۱۹مه پای ته ورسېد.
د بر جنوبي وزیرستان او ټانک انتظامي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په خپرو شويو اعلاميو کې ویلي چې ګرځبنديز د مارچ پر ۱۹مه د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي وياند قاضي ملا عادل په يو ويډيويي بیان کې وويل چې له پاکستان سره پرېکړه شوې چې د مارچ پر ۱۹مه پر هغه لاره تجارتي مالونه او ناروغان تللی شي او د مارچ له ۲۱مې څخه به ور د ټولو مساپرو د تګ راتګ لپاره خلاص وي.
د بنو پولیسو په خپل تازه بيان کې ويلي چې وسلوالو پولیس سرتیری په شېندي اډه کې هغه مهال په ډزو وواژه چې هغه ډيوټۍ ته پر لاره وو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړی دی چې په رضاکارانه توګه دې خپل هېواد ته ستانه شي، کنه نو تر هغې وروسته به په زوره وايستل شي.
نور وښیئ