د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورند کرښه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ولې بیا بیا نښتې کېږي؟


پاکستاني ځواکونه په تورخم دراوزه کې - انځور له ارشیفه
پاکستاني ځواکونه په تورخم دراوزه کې - انځور له ارشیفه

د فرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي‌ چې دوی په خپله خوا کې پر پوستې کار کاوه او پاکستان په بې جوازه اعتراض کې دروازه تړلې ده.

پر ډيورنډ کرښه د تاسیساتو د جوړولو پر سر نښتې نوې نه دي. په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او اوسمهال د طالبانو د رژيم په مهال هم له پاکستانيوو ځواکونو سره وخت په وخت جګړې کېږي. افغانستان ډيورنډ کرښه نړیوال سرحد نه مني خو پاکستان وايي چې دا د دوو هېوادونو ترمنځ جوړه، رسمي پوله ده.

دا چې دواړه غاړې د دې کرښې په اوږدو کې تر کومې پورې تاسیسات جوړولی شي، په اړه یې د چارو پوهان بېلابېل نظرونه لري. د خيبر پښتونخوا د کورنيوو چارو پخوانی سیکریتري، سید اختر علي شاه دعوه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوې هوکړې ترمخه، دا حد درې سوه میتره دی. د هغه په وينا داوړه خواوې چې مورچې جوړوي بايد يو بل ته اطلاع ورکړي او باید له مرکزي ډيورنډ کرښې يې ۳۰۰ ميتره دنننه د خپل هېواد په خوا کې جوړې کړي.

اختر علي شاه د مارچ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو امنيتي مسایلو او پر کرښه د تاسیساتو په اړه خبرو لپاره یوه شريکه کمېټې لري چې پکې ستونزې مطرح کېدلی شي. "نړيوال قوانين هم شته او د دواړو هيوادونو تر منځ په سفارتي توګه رابطې هم موجودې دي. جاينټ کوارډينیشن کميټې شته دی چې پکې د مورچو جوړولو او یا نورو تعمیراتو او ستونزو په اړه خبرې کيدای شي. که د دغو نورمونو خیال وساتل شي نو بیا به نښتې نه کيږي."

د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو ترمینځ د کړکیچ له وجې تورخم دروازه څو ځل بنده شوې. ددواړو هېوادونو ترمنځ، له ۱۸ لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

د افغانستان د امنيت شورا کې د پولو د نظم د څانګې پخوانی مشر نصیر ترکی وايی چې په سرحدي دروازو د عارضي پریکړو اختیار د کميسیار سره وي خو د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله لانجمنه ده نو ځکه د دې په اړه کوم مستقل نظام نشته.

هغه وويل: "یو مکینیزم چې د جمهوريت په دوره کې د دواړو هيوادونو تر منځ جوړ شوی وو هغې ته به د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ويل کېده. د دغې نظام په چوکاټ کې د دواړو هيوادونو د خارجه وزیرانو تر منځ غونډې وشوې. په اخيرنۍ غونډه کې د د هغه مهال د افغانستان د بهرنيوو چارو مرستيال وزير مير ويس ناب ګډون کړی وو. هغه غونډه کې پر ډیورنډ کرښه د هر ډول تعمیراتو او تاسیساتو په اړه د اطلاعاتو د شریکولو خبره شوې وه. هغه مهال د پولو په اړه ناټو هم یو غړی وو خو د سرحدونو د مديريت په اړه دواړه هيوادونه کوم تفاهم یا لوطنامې ته نه دي رسیدلي."

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي. خو د افغانستان د هغه مهال حکومت د تار لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې کړی وو چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول.

XS
SM
MD
LG