د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته په یوه پرانیستي لیک کې په پاکستان کې پر بدامنۍ اندېښنه ښکاره کړېده.
اېمل ولي خان د مارچ پر اوومه ولسمشر ته په لیکلي لیک کې لیکلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پکې ولس ته په زیاته کچه مرګژوبله اوړي.
نوموړي د پاکستان د حکومت پر هغه دریځ هم نیوکه کړېده چې له وسلوالو ډلو سره یې مذاکرات کړي دي.
اېمل ولي خان د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته په استولي لیک کې وړاندیز کړی دی چې په ملک کې د امنیت د بحالۍ په موخه دې د پارلیمان شریکه غونډه راوبلي.
نوموړی وايي، په ملک کې د بدامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو د زیاتېدو د لاملونو په اړه دې په پارلیمان کې بحث وشي.
اېمل ولي خان په تیر وفاقي حکومت کې له وسلوالو سره د مذاکراتو په پایله کې خیبر پښتونخوا ته د وسلوالو په ستنېدو نیوکې کړي او په دغه پروسه کې د ککړو حکومتي چارواکو پر ضد د نیشنل ایکشن پلان لاندې د کارروایۍ کولو غوښتنه هم کړېده.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، اېمل ولي خان ځکه ولسمشر ته دا لیک استولی دی چې په ملک کې د بدامنۍ د مخنیوي لپاره پوځي عملیات او مذاکرات دواړه ناکام شوي دي. نوموړی وايي تر څو د ښو او بدو طالبانو توپیر نه وي ختم کړل شوی، له پاکستانه ترهګري نه ختمېږي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په داسې وخت کې د پاکستان ولسمشر ته لیک اسوتلی دی چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د بدامنۍ لویې پېښې مخې ته راغلې.
د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.
د هغه برید ذمه واری لا چا نه ده منلی.
په تعقیب یې د مارچ پر څلورمه په بنو کې وسلوالو د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ بريد وکړ. د چارواکو په وینا د روژه ماتې پر وخت لومړی دوو ځانمرګو بريدګرو د بارودو ډک جلا جلا ګاډي د چاوڼۍ په دېوال کې ووهل او وروسته پينځه نور وسلوال چاوڼۍ ته داخل شول او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې.
هغه مهال چارواکو ادعا کړې وه چې د پوځ په ډزو پينځه واړه وسلوال ووژل شول، خو پوځيانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د بنو پوليسو او د ضلعي روغتون چارواکو مشال راډیو ته ويلي وو چې په هغه بريد کې ۱۲ عام کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي ول.
د هغوی په وینا، په وژل شويو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي، چې چاوڼۍ ته نېږدې اوسېدل او د کورونو د بامونو پرېوتو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې مرګژوبله ورته اوښتې ده.
د پاکستان د ولسمشر دفتر تراوسه د اېمل ولي خان د لیک په ځواب کې څه نه دي ویلي.