د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د مارچ پر اتمه او نهمه کرفیو (ګرځبندیز) لګول شوی وو چې له امله یې ټول وزیرستان سړکونه تړل شوي او د خلکو تګ راتګ پرې بند وو.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو تر وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوی ده. لومړنی ګرځبندیز د میرلي عیدک سیمې کې د مارچ پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته لګول شوی و. د پوځي چارواکو په وینا، دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې یو ځل بیا د ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې حالات راغلي، هغه وخت به هم هر وخت ګرځبندیزونه لګول کېدل او په اونۍ کې به یوازې یوه ورځ پرې بندیز نه وو.
دوی زیاتوي چې د ګرځبندیز له امله کاروبار د زدهکوونکو تعلیم او نورې برخې متاثره کېږي او ناڅاپي ناروغان روغتون ته رسول تقریباً ناممکن شي.
د میرامشاه اوسېدونکی اسد داوړ مشال راډیو ته وویل: "نن بیا حالات هماغسې شوي، چې وزیرستان کې د کرفیو ختمېدو خبر واورو، نو خوشالي وکړو. اخر دوی (د وزیرستان خلک) به هم کله ښه ورځ وویني؟"
د میرعلي اوسېدونکی حکیم الله وايي، "که ناڅاپي کرفیو ولګول شي، نو هر څه بند شي، خلک له سختو ستونزو سره مخ شي. باید نور د کرفیو ضرورت پېښ نه شي، که بیا هم لګول کېږي، نو ورته ځانګړې ورځ وټاکل شي."
کرفیو داسې موقتي محدودیت ته ویل کېږي، چې حکومت یا امنیتي ادارې یې د امنیتي یا اضطراري حالاتو له امله لګوي. په کرفیو کې د خلکو تګ راتګ بندېږي یا محدودېږي، بازارونه، ښوونځي او دفترونه تړل کېږي، او د شپې یا ورځې د یوې خاصې مودې لپاره د وتلو اجازه نه وي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وړاندې، هر اتوار (یکشنبه) د پوځي کاروانونو د خوندي ساتلو لپاره ګرځبندیز لګول کېده، چې کله ناکله به څو ورځې دوام کاوه. خو د عملیاتو وروسته دا سلسله ختمه شوې وه، چې اوس یو ځل بیا پیل شوې.
د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې او پوځي چارواکو مشال راډیو ته ویلي، چې ګرځبندیز د ناسم حالاتو او پر امنیتي ځواکونو د وسلوالو بریدونو د مخنیوي لپاره لګول شوی، ترڅو پوځي قافلو ته خوندي تګ راتګ یقیني شي.
د بشري حقونو تنظیمونه کرفیو لګولو ته د شک په سترګه ګوري او دا یو سخت محدودیت ګڼي، چې که ډېر وخت دوام وکړي، نو د خلکو بنیادي حقوق زیانمنولی شي. د بشري حقونو نړیوال اعلامیه وایي، چې هر انسان د ازاد تګ راتګ حق لري. خو که کرفیو دوام وکړي یا ډېر ځله وکارول شي، نو د خلکو ورځنی ژوند خرابېږي، کاروبارونه او اقتصاد ته زیان رسېږي، او خلک له روغتیایي او خوراکي ستونزو سره مخ کېږي. همداراز، دا د تعلیم او کار مخه نیسي، چې اوږدمهاله اغېزې لري.