په منځني کورمه کې وسله والو پر امنيتي ځواکونو حمله کړې، ۳ اېف سي سرتيري یې وژلي او ۴ نور ژوبل کړي دي.
د پوليسو يو چارواکي چې له رسنيوو سره يې د خبرو اجازه نه درلودو له امله مشال راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ په نهمه، وويل چې سهار مهال وسله والو د ټيکري پټې سره نېزدې په باغ کې پر امنيتي سرتېرو حمله وکړه او هغه مرګ ژوبله یې واړوله. د هغه په وينا وسله والو راکټونه او سپکې وسلې کارولې دي.
د چارواکو په وينا، تر حملې وروسته پوځ او مېلشه ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د لټون عمليات یې پيل کړل. بلخوا تر حملې پس پوځ او مليشې ټوله علاقه په خپل ولقه کې اخستې او هغلته يې لټونې عمليات شروع کړي. تر اوسه پورې د برید ذمه واري چا نه ده اخیستې.
د سیمې يو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم نشرول نه غوښتل، مشال راډيو ته وويل چې تر برید وروسته خلک په خپلو کورونو کې ایسار دي او امنيتي ځواکونه ورته د بهر تګ اجازه نه ورکوي.
د یادونې ده چې له تېرو شپږ مياشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي. دا ناامنۍ د شيعه او سني وګړيو ترمنځ له نښتو پيل شوې. د پاکستان امنيتي ځواکونو په بګن کې عمليات هم روان ساتلي دي.