د خيبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو د مارچ پر څلورمه د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ بريد کړی دی.
په بنو کې يو امنيتي چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه د روژه ماتې پر وخت لومړی دوو ځانمرګو بريدګرو د بارودو ډک جلا جلا ګاډي د چاوڼۍ په دېوال کې ووهل او وروسته پينځه نور وسلوال چاوڼۍ ته داخل شول او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې.
چارواکي ادعا وکړه چې د پوځ په ډزو پينځه واړه وسلوال ووژل شول، خو پوځيانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د بنو پوليسو او د ضلعي روغتون چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې په هغه بريد کې ۱۲ عام کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.
د هغوی په وینا، په وژل شويو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي، چې چاوڼۍ ته نېږدې اوسېدل او د کورونو د بامونو پرېوتو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې مرګژوبله ورته اوښتې ده.
پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسوليت د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی دی. تر بريد سمدستي وروسته پر ټولنيزو شبکو په خپره کړې اعلاميه کې دغې ډلې وويل چې دوو ځانمرګو بريدګرو يې لومړی پر پوځي چاوڼۍ بريد وکړ او اوس يې نور وسلوال له پوځيانو سره په "نښته بوخت دي".
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر څلورمه د بنو له سيدګي امنيتي پوستې څخه تر دته خېلو پورې په ټول شمالي وزيرستان کې ګرځبنديز اعلان کړل شوی دی، ځکه چې پر دغه ورځ پوځي قافلو په سيمه کې تګ راتګ کاوه.
دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز برید کېږي. د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۱۵مه سهار وختي په بنو کې د پوځ د چاوڼۍ مخې ته له چاودېدونکو موادو ډک ګاډي ته چاودنه ورکړه او بیا دننه ورغلل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه.
د پاکستان پوځ تر هغه بريد يوه ورځ وروسته ويلي ول چې اته سرتېري يې وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر ۱۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې د بريد پر مهال يې ټول ۱۰ وسلوال وژلي دي.
بلخوا امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې په هغه بريد کې ۸۸ کسان ژوبل شوي هم ول. په ژوبلو کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي ول.
چارواکو زياته کړې وه چې د هغه بريد پر مهال دوه ولسي وګړي هم وژل شوي ول.
د هغه بريد مسوليت هم "جيش الفرسان محمد" وسلوالې ډلې منلی وو. خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځ ادعا رد کړې وه او ټينګار يې کړی وو چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته، هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دا چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
د دې تر څنګ، د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.