د خیبر پښتونخوا باجوړ ضلعې په برنګ تحصیل کې چاودنې یو تن وژلی دی.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار نن (د فبرورۍ پر ۱۷ مه) مشال راډیو ته وویل چې چاودنه غرمه مهال په اصیل ترغاو نومې سیمه کې شوې چې پکې د ولایت خان په نوم د دغه سیمې یو ځايي اوسیدونکی وژل شوی دی.
محمد اسرار وایي ولایت خان هغه مهال د پېښې ښکار شو چې کور ته په لاره روان وو او ورباندې په لاره کې ښخ کړل شوی بم وچاودېده.
هغه زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا چاودنه چا کړې ده. د برید ذمه واري هم چا نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده چې په باجوړ کې وخت به وخت د نامعلومو کسانو لخوا هدفي بریدونه هم ترسره کېږي.
د جنورۍ پر ۲۲مه د باجوړ په ماموندو کې وسلوالو یو تن وژلی وو.
په باجوړ کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پر ضد یې خلکو وخت په وخت جرګې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.
په هغه سیمه کې وسلوال وخت په وخت پر ځايي مشرانو، فعالانو، دیني عالمانو، سیاستوالانو او کاروباریانو حملې کوي.
د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په لوی ماموندو کې په دوو چاودنو کې د یو پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي ول. تر دې مخکې د نومبر پر ۱۴مه د جماعت اسلامي ګوند يو مخکښ هم وژل شوي وو.
د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.