د پاکستان د سرکاري ملازمينو اتحاديې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه چې د فیبرورۍ پر ۱۰مه،سرکاري ملازمين د دې هېواد د بېلابېلو برخو ملازمین په اسلام اباد د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج پیل کړي، خو د ملازمینو د اتحاديې د خيبر پښتونخوا وياند اصف اپرېدي بېګا مشال راډیو ته وويل چې له حکومتي ډلې سره یې مذاکرات وکړل او د غوښتنو د منلو تر ډاډ وروسته يې احتجاج د فبرورۍ تر ۲۰مې پورې وځنډاوه.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت په پېنشن کې بدلون کړی، د ملازمینو د نه مستقلولو فیصله يې کړې، د مړه شوي ملازم پر ځای يې د هغه د کورنۍ د کوم بل غړي د ګومارلو نظام يې ختم کړی او د دې ترڅنګ په حکومتي څانګو څخه د ريټايرکېدونکو کسانو پر خالي څوکیو بل څوک نه ګماري. د ده په وینا، دوی دا ګامونه نه مني.
د پاکستان داخله چارو وزارت د فیبرورۍ په ۱۰مه، په بیان کې ويلي چې د وزیراعظم سلاکار رانا ثناوالله په مشرۍ حکومتي ډله به په ۱۰ ورځو کې د ملازمينو د غوښتنو جاج اخلي او په دې لړ کې به حکومت ته سپارښتنې وړاندې کوي
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې، د پاکستان حکومت د زرمبادلې کمښت، د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف پورونو، او د بجټ خسارې له امله د لګښتونو کمولو ته اړ شوی. د دې وضعیت له کبله حکومت هڅه کوي، چې د سرکاري ملازمینو د امتیازاتو، معاشونو، او د ګمارنې شرایط بدل کړي، ترڅو د هېواد مالي بوج کم کړي.
د مالي اصلاحاتو تر نوم لاندې، حکومت نوو سرکاري ملازمینو ته کار ورکول محدود کړی او د ریټایر کېدونکو (تقاعد) کسانو پر خالي څوکیو څوک نه ټاکل کېږي. دا پرېکړه د ملازمینو لپاره یو ستر اندېښنه ده، ځکه چې له دې سره د دوی د کار امنیت کمېږي، او د اوږدمهاله ملازمت ضمانت له منځه ځي.
د سرکاري کارکوونکو لپاره د پینشن نظام هم بدل شوی، چې د تقاعد شويو کارکوونکو لپاره به نور امتیازات محدود وي. مخکې، که یو سرکاري کارکوونکی مړ کېده، نو د هغه د کورنۍ یو غړی به د حکومت له خوا پر دنده ګومارل کېده، خو اوس دا پالیسې هم ختمه شوې، چې د ډیرو کورنیو لپاره مالي مشکلات پیدا کوي.
په عین حال کې، د افراط زر د زیاتوالي له امله، د سرکاري کارکوونکو تنخاګانې بې ارزښته شوي، خو حکومت د دوی تنخواوې نه زیاتوي. د دې ترڅنګ، د سرکاري کارکوونکو لپاره نور مالي امتیازات، لکه الاونسونه، روغتیایي اسانتیاوې، او د کار نور حقوق هم محدود شوي دي، چې دا هر څه د احتجاجونو سبب شوي.
د حکومت د اصلاحاتو یو بل اړخ د سرکاري ادارو خصوصي کول دي. حکومت هڅه کوي، چې ځینې دولتي ادارې خصوصي کړي، ترڅو مالي بوج کم کړي. خو د ملازمینو اتحادیې د دې کار مخالفت کوي او دریځ لري چې د دې سره د کارکوونکو لپاره د کار خوندیتوب، د دندو ختمېدل، او د معاشونو کموالی رامنځته کېږي.
په تېرو کلونو کې، د حکومت او اتحادیو ترمینځ شخړې زیاتې شوې دي او ملازمینو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.