پولیس وايي، د ملاکنډ پوهنتون د مطالعه پاکستان څانګې یو استاد یې د یوې زده کوونکې د "ځورولو" په تور نیولی دی.
پولیسو په بیان کې ویلي دي چې هغه استاد یې د فبرورۍ پر ۱۶مه په کوز دیر کې نیولی دی.
پولیسو په دې لړ کې د زده کوونکې په شکایت ابتدايي تحقیقاتي رپورټ (اېف ای ار) د فبرورۍ پر څلورمه دایر کړی وو.
پولیسو د رپورټ یو نقل مشال راډیو ته هم استولی چې پکې د نجلۍ له خولې ویل شوي دي چې هغه ښوونکی له "څو میاشتو راهیسې ورپسې" وو، "په عذابوله" یې او د هغې د "جنسي ځورونې هڅه" یې هم کړې ده.
په رپورټ کې راغلي دي چې هغه نجلۍ یې کورنۍ بل چا ته ورکړې او استاد یې ورباندې د "کوژدې د ماتولو" لپاره فشار اچاوه.
په همدې حال کې ملاکنډ پوهنتون هم د فبرورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او د استاد دنده یې ځنډولې ده.
هغه استاد لا د دې تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
په پاکستان او خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د نجونو او زده کوونکو د ځورونو پېښې ثبتېږي چې کله نا کله د تاوتریخوالي او ان د نجونو د وژنې لامل هم شي.